افغانستان
۷۵ افغان ښځينه افسرانو ته په ترکیې کې زدهکړې ورکړل شوې

د افغانستان د ښځینه پولیسو ۷۵ افسرانو پرون په ترکیه کې خپله روزنیزه دوره پای ته ورسوله او د فراغت سندونه يې واخیستل.
دې افسرانو د ترکيې په انتالیا ښار کې د نهو اونیو په روزنیز کورس کې مسلکې زده کړې او روزنه ترلاسه کړې ده.
د ترکيې انادولو خبري اژانس وايي، د دې هېواد د پولیسو اکاډمۍ له ۲۰۱۱ مېلادي کال راپدېخوا تر اوسه پورې ۲۶۰۰ افغان پولیس افسرانو ته روزنه ورکړې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دا مهال څه کم ۴ زره ښځینه پولیس لري او پلان لري چې دا شمېر لس زرو ته لوړ شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ: که سیاسي مصلحت نه وی، افغانستان کې بریالي کېدو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که امریکا د سیاسي ملاحظاتو تر اغیز لاندې نه وای راغلې " په اسانه یې کولای شوی افغانستان کې بریالۍ شي"
ټرمپ پرون یکشنبه د متحده ایالتونو د سمندري ځواک د ۲۵۰ مې کلیزې مراسمو ته وویل، د امریکا پخوانۍ ماتې، د ځواک د کمزورۍ له مخې نه وې، بلکې د دې لپاره وې چې د بریا لپاره جګړه ودروي.
هغه ویلي " نور سیاسی ملاحظاتو ته پام نه کوو ، اوس مونږ بریالي کېږو."
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې وروستیو کې یې څو ځله د بګرام هوایي اډې د نیولو خبره وکړه او وې ویل، که طالبان اډه ورنه کړي، بده به ورپېښه شي.
سکای نیوز بیا د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په حواله ویلي" افغانان په هیڅ شرایطو کې اجازه نه ورکوي چې خپله خاوره چاته وسپاري".
برلین: طالبانو په اصولو کې ( د مجرمو کډوالو) له اخراج سره موافقه کړې

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو په اصولو کې ورسره منلې چې له دغه هېواده په الوتکو کې د خپلو اتباعو( چې جرمي دوسیې لري) اخراج مني.
رویټرز نن دوشنبه ( د تلې ۱۴مه) د دغه وزارت د یوې ویاندې په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، دغه خبره کړې ده.
د وزارت ویاندې زیاته کړې " د افغانستان واکمنانو ورته ویلي، که دوی د هغوی افغانانو چې جرمني یې ډیپورت کوي، هویت تشخیص کړي، اخراج سره یې موافق دي.
د هغې په وینا، برلین یوازې طالبانو سره په تخنیکي خبرو بوخت دی.
تر دې وړاندې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي، افغانستان ته د مجرمینو د لېږلو په سر یې له طالبانو سره مستقیمې خبرې کړي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی، خو لومړنی اروپایي هېواد دی چې تیره جولای میاشت کې یې د طالبانو دوه قونسلي کارکوونکو ته اعتبارلیکونه ورکړل.
د بشري حقونو شورا افغانستان کې د نړیوالو قوانینو د (جدي سرغړونو) په اړه بحث کوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن دوشنبه پریکړه کوي چې افغانستان کې د نړیوالو قوانینو د نقض په اړه د څیړنې یو میکانیزم رامنځته کړي او که نه.
د فرانس پریس د خبر له مخې په جینوا کې میشته دغه شورا به نن د هغه پریکړه لیک پر طرحه بحث وکړي چې ډنمارک د اروپایي ټولنې په استازیتوب وړاندېز کړی دی.
په طرحه کې د څیړنې د یوه داسې پلاوي جوړښت هم شامل دی چې په افغانستان کې د نړیوالو قوانینو د ډېرو جدي سرغړونو په اړه شواهد راټول کړي.
رویټرز اژانس لیکلي، که څه هم د پریکړه لیک په طرحه کې د نړیوالو ځواکونو له خوا د شویو سرغړونو یادونه نه ده شوې، خو اژانس د ډيپلوماتانو په حواله ویلي، ممکن د نړیوالو ځواکونو له خوا شوې سرغړونې هم وڅېړل شي.
د اروپایي ټولنې یوه ویاند د نوم نه ښودو په شرط فرانس پریس ته ویلي " له کره سلا مشورو وروسته سږ کال اروپایي ټولنې هوډ کړی چې د افغانستان په اړه یو پریکړه لیک صادر کړي چې د ځواب ورکونې او خپلواکې څیړنې میکانیزم په کې وي.
ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارد بېنیټ، چې افغانستان ته ممنوع الدخول شوی، غونډې ته د خپلو موندنو راپور وړاندې کړي.
بېنیټ په خپلو راپورونو کې په ځلونو د طالبانو هغه تګلارې غندلي چې له مخې یې د افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو لومړني حقونه نقض شوي دي.
بنګله دیش دریمه لوبه هم وګټله؛ راشدخان ومنله چې افغان ټیم خرابه لوبه وکړه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم دریمه شل اووریزه لوبه هم وبایلوده.
کپټان راشد خان ومنله چې ټیم یې ښه لوبه ونه کړه او له اول سره یې په توپوهنه، بالنګ او ډګر ساتنه کې تېروتنې وکړې.
دا لوبه په شارجه کې وشوه چېرته چې افغان لوبډلې په اول بټنګ سره ۱۴۳ منډې وکړې. بنګله دیشي لوبغاړي په اتلسو اورونو کې هدف ته ورسېدل.
په دې سره بنګله دیش درې پر صفر له افغانستانه د شل اورویزو لوبو سیریز وګاټه.
تمه ده افغان لوبډله له بنګله دیش سره دری یو ورځنۍ لوبې هم وکړي چې په هغه ټیم کې به حشمت الله شهیدي د افغانستان لوبډلمشر وي.
په کندهار کې د طالبانو د ټولو والیانو او ولسوالانو درې ورځنۍ غونډه

د طالبانو د حکومت ټول والیان او ولسوالان د دریو ورځو لپاره کندهار ته وربلل شوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي دا والیان او ولسوالان د یوه درې ورځني سیمینار لپاره کندهار کې غونډ شوي.
د هغه په خبره په دغه سیمینار کې والیانو او ولسوالیو ته د هغوی د کاري استقامتونو، د قوانینو د ښه تطبیق او له خلکو سره د ښه چلند په اړه معلومات ورکول کېږي او ویناوې ورته کېږي.
مجاهد نه دي ویلي چې دا والیان د طالبانو له مشر ملا هیبت الله سره ګوري که څنګه.
د طالبانو د حکومت ټول والیان داسې وخت کندهار ته ورغلي چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر لږ تر لږه څلور ځله د بګرام اډې د نیولو په اړه څرګندونې کړې وې.
تر څنګ یې د طالبانو حکومت تېره اوونۍ په ټول هېواد کې د لږ تر لږه دریو ورځو لپاره انټرنېټ او مخابراتي خدمتونه هم بند کړي وو.
طالبان غواړي د پولیسو رنجر بدل کړي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي غواړي پولیسو ته د اوسنیو رنجر موټرو پر ځای نور موټر وسپاري.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس پاڼه په دې اړه یو ویډیويي پيغام خپور کړی.
قانع ویلي د کورنیو چارو وزارت مشرتابه دا پرېکړه د دې لپاره کړې چې نوي موټر د افغانستان له جغرافیې سره سازګاره وي او لا اغېزمن تمام شي.
د راپورونو له مخې د افغانستان له پولیسو سره یو وخت لږ تر لږه شل زره رنجر موټرې وې چې سلګونه یې د پرزو د کمښت، ناسم ترمیم او ډېرو نورو عواملو په سبب کباړ شوي.
هر رنجر لږ تر لږه ۳۰ زره ډالره تمام شوی وو.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې سیګار د راپور په اساس لږ تر لږه ۵۰ زره موټر د افغانستان اردو ته ورکړل شوې وې چې یواځې یې د ساتنې او ترمیم لپاره تر ۴۰۰ میلیونو ډالرو زیاتې پيسې لګول شوي.
د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د خبریال مهدي انصاري د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د افغان خبریال مهدي انصاري د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې.
ایمنسټي انټرنیشنل پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د طالبانو قضايي سیسټم په تېرو څلورو کلونو کې د هغو کسانو د ځپلو په وسیله بدل شوی دی چې د طالبانو پر سختو فرمانونو، پالیسیو او اقدامونو انتقاد کوي.
بیان زیاتوي چې د طالبانو حکومت د خبریالانو او د مدني ټولنو او بشري حقونو د فعالانو د خپلسرو نیونو، په غیرقانوني ډول زندانونو ته د خلکو د بیولو او جبري اعترافونو له لارې غواړي د هغوی آواز غلی کړي.
مهدي انصاري نژدې یوکال مخکې د کابل له دشت برچي سیمې څخه ونیول شو او وروسته لومړنۍ محکمې د طالبانو پرضد د تبلیغ په تور په یونیم کال حبس محکوم کړ.
طالبانو تېره اونۍ یوه ویډیو خپره کړه چې ظاهرا نوموړی پکې خپل جرم مني خو د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ وویل چې له مهدي انصاري څخه اعترافونه په زور اخیستل شوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د بنګلدېش پر وړاندې دریمه شل اووریزه لوبه کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له بنګلدېش سره په دریمه شل اووریزه سیالۍ کې مخامخ شي.
دا لوبه د کابل د ماښام په ۷ بجو د شارجې د کرکټ په لوبغالي کې په پام کې ده. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه مخکینۍ شل اووریزې لوبې دواړه بنګلدیش ګټلې دي.
افغانستان او بنګلدیش به د لوبو په دې لړۍ کې پر شل اووریزو لوبو سربېره درې یوورځنۍ لوبې هم وکړي. دا سیالۍ د اکتوبر په اتمه پیلېږي او د اکتوبر تر ۱۴مې پورې دوام کوي.
د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلونو د راوتلو اټکل

د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د بارانونو او په نتیجه کې یې د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې په یو بیان کې ویلي دي چې نن یکشنبې (د تلې ۱۳مه) په پلازمېنه کابل، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، کندز، بامیان، میدان وردګو، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې د باران، تالندې او بریښنا او ورسره د سېلابو د راوتلو احتمال شته.
د افغان لوبغاړي فرید بشارت پرله پسې څوارلسمه بریا

د ګډو رزمي ورزشونو یا ام ام اې افغان لوبغاړي فرید بشارت خپل امریکايي سیال کریس ګوتیرز ته ماتې ورکړه.
بشارت او سیال یې بېګا ناوخته په لاس ویګاس کې د ام ام اې د معتبر سازمان یو اف سي په بلنه د مبارزې قفس ته ننوتل.
بشارت چې په هېڅ لوبه کې یې ماته نه ده خوړلې، د لوبڅارانو د پرېکړې له مخې د دې لوبې ګټونکی اعلان شو او په دې توګه یې خپله څوارلسمه پرله پسې بریا هم ثبت کړه.
د څارونکو په باور د غېږو نیولو او د سیال د کنټرول مهارت د فرید بشارت په بریا کې اساسي رول درلود.