د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

تر ۳۰۰ زیات افغان ماشومانو ته زندان ولې کور دی؟


  • نیویارک ټایمز

"تر ۳۰۰ زیاتو افغانو ماشومانو ته چې اکثر په‌کې تر پنځه کاله زیات عمر لري، د زندان هغه خونه‌یې کور دی چې میندې یې په‌کې بندیانې دي."

دا له افغانستانه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوې نوې مقالې سرلیک دی چې د ننګرهار د ښځینه زندان په اړه خبرې په‌کې شوې دي.

د مقالې لیکوال راد نوردلاند په زندان کې د هغو ماشومانو له‌منځه چې له خپلو زنداني میندو سره اوسي، له نهه کلن ذاکر الله سره خبرې کړې دي.

د نوردلاند په لیکنه، د ننګرهار زندان د ښځو په برخه کې ۴۳ کوچنیان له خپلو زنداني میندو سره اوسېږي او په هغوی کې لږ تر لږه ۲۵ تنه ښوونځي ته د تګ عمر ته رسېدلي دي.

د ننګرهار د مرکزي زندان د ښځو په برخه کې یوه بله ماشومه مینه نومېږي چې ۱۱ کلنه ده.

مینه د شیرین ګلې په نوم د هغې ښځې لور ده چې د "زنجیره‌اي" قتلونو په جرم په عمر قید محکومه شوې ده.

شیرین ګلې اجازه نه‌ده ورکړې چې مینه له زندانه وایستل شي او په دې ډول‌یې خپله ماشومه هم له ازادۍ محرومه کړې ده.

د نیویارک ټایمز خبریال لیکي، ذاکر الله او مینه د نورو ډېرو ماشومانو په څېر د خپل عمر زیاته برخه په زندان کې تېروي.

داسې زیات ماشومان ښايي د تګ بل ځای نه‌لري، خو په عمومي ډول هغوی په افغانستان کې د داسې سیستم قربانیان دي چې مجرمینو ته اجازه ورکوي چې د خپلو ماشومانو د برخلیک پرېکړه وکړي.

نیویارک ټایمز څو ورځې وړاندې د افغانستان د زندانونو سروې خپره کړه چې په‌کې معلومه شوه چې ۳۳۳ ماشومان له خپلو میندو سره په زندانونو کې اوسېږي.

په هغوی کې لږ تر لږه ۱۰۳ تنه تر پنځو کلونو زیات عمر لري چې باید ښوونځي ته ولاړ شي.

هغوی د بې‌سرپرسته ماشومانو لپاره ځانګړو پالنځایونو ته د لېږدول کېدو په شرایطو برابر دي.

  • واشنګټن پوست

واشنګټن پوست په یوه مقاله کې چې پامېلا کانستبل او سید صلاح‌الدین لیکلې، په هلمند کې د مخدره موادو پر لابراتوارونو د امریکا د پوځ وروستیو هوايي حملو ته کتنه کړې ده.

په مقاله کې د یو شمېر کورنیو او بهرنیو کارپوهانو نظرونه اخیستل شوي او لیکل شوي چې زیات کسان له دې خوشحال دي چې پرل ابراتوارونو په حملو کې ملکي وګړو ته زیان نه‌دی رسېدلی، خو په دې کې شک لری چې دا کار به د مخدره موادو پر تجارت یا د وسله‌والو طالبانو پر مالي سرچینو زیات اغېز وکړي.

د هغوي په باور، د افغانستان په ۱۶ کلنه جګړه کې د مخدره موادو کښت او قاچاق دومره پر مخ تللی چې ښايي د بدلون راوستل به اسان نه‌وي.

د مقالې په اخر کې په پاکستان کې د افغانستان د پخواني ډیپلومات احمد سعیدي نظر راخیستل شوی چې وايي، "د امریکا د ستراتېژۍ لپاره کوچنی هدف ټاکل شوی.

کوچنی ماهی هر څوک نیولائ شي، هغوي باید غټ کبان ونیسي، یعنی د مخدره موادو په لویو قاچبرانو او مافیايي کړیو پسې باید وګرځي."

XS
SM
MD
LG