د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۵

د هلمند په مارجه کې له یو نیم کال محاصره ځواکونو ته اړین مواد ورسېدل


د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ته چې له تقریباً یو نیم کال راهیسې محاصره دي، پرون شنبه ضروري مواد ور ورسېدل.

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د ملي اردو د ۲۱۵ میوند قول اردو لسګونه ټانکونه او هاموې موټر چې په خوراکي موادو، جامو، دوا او نورو ضروري موادو بار وو ،مارجې ته ور ورسېدل.

د ۲۱۵ میوند قول اردو درستیز وال جنرال عبدالغني ابرار د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په مارجه کې مېشتو ځواکونو ته په وروستیو شپږ میاشتو کې اکمالات نه وو شوي.

هلمند د افغانستان له ډېرو ناامنه ولایتونو ګڼل کېږي.

نور تفصیل د ازادي راډیو خبریال د محمد الیاس داعي په دې راپور:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

XS
SM
MD
LG