د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

د ډیورند کرښې او د انتخاباتو د کمېسیون په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ډیورند کرښې په اړه په کابل کې د بریتانیا د سفیر د وروستیو څرګندونو او د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د خپلواکۍ د څرنګوالي او د مدیریت د ضعف په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپانې د خپلې نننۍ ګنې په یو مطلب کې لیکلي، د ډیورند کرښې په اړه په کابل کې د بریتانیا د سفیر وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله ده.

ورځپاڼې په دې اړه د مشرانو جرګې له ادرسه لیکلي، دوی له حکومته غواړي چې دغه موضوع جدي وڅېړل شي او خپل دریځ‌یې په وړاندې څرګند کړي.

د مطلب لیکوال لیکي:

د افغانستان مشرانو جرګې موضوع ته په اشارې ویلي، هېڅ هېواد دا حق نه‌لري چې د ډیورند کرښې په اړه پرېکړه وکړي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې حکومت باید د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د اقداماتو په اړه خپل دریځ روښانه او په دې اړه نړیوالو ته شکایت وکړي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې هم په دې اړه په خپل یو مطلب کې، په کابل کې د بریتانیا د سفیر وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ګڼلې ده.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په لومړۍ پاڼه کې په یو مطلب کې لیکلي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغه کمېسیون په دارلانشا سمه څارنه نه‌لري.

په مطلب کې د افغانستان د انتخاباتو د شفافیت د څار د بنسټ په حواله راغلي، کمېسیون له دارالانشا نه څارنه کوي، خو په خپله دغه څارنه کې ښه نه‌دی روان او په خبره‌یې د کمېسیون د کارونو د وروسته پاتې‌والي یو مهم لامل هم همدا دی.

په مطلب کې دا هم راغلي چې په یاد کمېسیون کې د ښځو ونډه کمه ده او د دوی د وړتیاوو د لوړولو لپاره اسانتیاوې نه‌دې موجودې.

د مطلب لیکوال، د افغانستان د انتخاباتو د شفافیت د څار د بنسټ په حواله دا هم لیکلي چې حکومت او نړیواله ټولنه باید د شفافو انتخاباتو د جوړولو لپاره لاس په کار شي او د کمېسیون ناستې دې هم د ګوندونو او مدني ټولنو د استازو په حضور کې ترسره شي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې هم په خپل یو مطلب کې په دې اړه لیکلي.

مسیر لیکلي، د انتخاباتو کمېسیون خپلواک نه‌دی.

په مطلب کې د افغانستان د انتخاباتو د شفافیت د څار د بنسټ په حواله راغلي، د نویو کمېشنرانو د کار له پیله تر اوسه کوم عملي اقدام نه‌دی شوی.

ورځپانې دا هم لیکلي، د کمېسیون د کارونو په اړه له خلکو سره لازم معلومات نه‌دي شریک شوي او ګوندونه او مدني ټولنې یې هم له کړنو راضي نه‌دي.

XS
SM
MD
LG