د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

"سي ای اې" د القاعده شبکې او د اسامه بن لادن اړوند نور اسناد خپاره کړل


د امریکا استخباراتو د القاعده شبکې او د دې شبکې د بنسټ اېښودونکي اسامه بن لادن اړوند نور اسناد او مواد خپاره کړل.

د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره یا «سي ای اې» په یوه تازه اقدام سره د القاعده شبکې په اړه د خلکو د معلوماتو د ډېرولو په هدف تېره ورځ د دغې شبکې په اړه نوي اسناد خپاره کړل.

په تازه اسنادو کې چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۰» خپاره شول، لیکونه، فلمونه، غږیز او ویډیویي فایلونه، د القاعده شبکې اړیکې او عادي کورني مکاتيب شامل دي.

د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې د دغو اسنادو برېښنایي لېنکونه هم پر خپله وېب‎پاڼه خپاره کړي دي څو مراجعین لاس‎رسی ورته ولري.

"سي ای اې" وايي، اسناد یې د بن لادن پر کور د یرغل پر مهال ترلاسه کړي.
"سي ای اې" وايي، اسناد یې د بن لادن پر کور د یرغل پر مهال ترلاسه کړي.

دغه اسناد په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د پاکستان په اېبټ‎اباد سیمه کې د اسامه بن لادن پر کور د امریکایي ځانګړو ځواکونو د برید پر مهال ترلاسه شوي دي چې ځینې برخې یې وړاندې خپرې شوې وې.

د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې پر خپله وېب‎پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغو اسنادو په خپرېدو سره د بن‎لادن اړوند یوازې هغه دوسیې محرمې پاتېږي چې د خپرېدو حق‌یې خوندي دی او یا د هغو اسنادو خپرېدل د امریکا ملي امنیت په مستقیم ډول ګواښي او یا هم تش او تکراري فایلونه دي.

د تېرې ورځې خپاره شوي اسناد له څو کلونو راهیسې د امریکا د استخباراتو او دفاعي ارګانونو سره وو.

تر دې وړاندې د امریکا د استخباراتو د ملي ریاست دفتر تر ارزونې وروسته ځیني اسناد په نوبت سره په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي او هم د روان میلادي کال په لومړیو کې خپاره کړل.

دغه اداره وایي، دا اسناد یې د امریکا د ملي امنیت د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره خپاره کړي دي.

د "سي ای اې" مشر مایک پامپیو
د "سي ای اې" مشر مایک پامپیو

د "سي ای اې" مشر مایک پامپیو ویلي:

"د ده اداره به په نورو فرصتونو کې هم هڅه وکړي چې د ملي امنیت د ملاتړ په برخه کې د خپلو ژمنو په پام کې نیولو سره، د امریکا له خلکو سره معلومات شریک کړي."

د ۲۰۱۴ میلادي کال قانون له‎دغې ادارې غوښتي وو چې دغه مواد او اسناد چې د بن‎لادن پر کور د یرغل پر مهال ترلاسه شوي دي، د خپرېدو لپاره وارزوي.

XS
SM
MD
LG