د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

پاکستان، عربستان او بریتانیا افغانستان کې وروستۍ خونړۍ حملې وغندلې


د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې د پکتیا او غزني خونړي بریدونه په سختو ټکو وغندل.

په اعلامیه کې د سعودي د بهرنیو چارو د وزارت د یوې سرچینې په حواله ویل شوي چې سعودي حکومت د افغانستان له حکومت سره د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد مبارزه کې ولاړ دی.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور هم د دې هېواد د پوځ د لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه له قوله په یوه اعلامیه کې چې د نوموړي پر رسمي فېسبوک پاڼه خپره شوې د پکتیا برید غندلی دی.

د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې د دې هېواد د پوځ د لوی درستیز جنرال باجوه له قوله په دې برید کې پر بشري مرګ ژوبلې خواشیني ښودل شوې او زیاته کړې یې ده:

"افغانان زموږ زړور وروڼه دي او د ترهګرۍ پر ضد په ډېر مقاومت جګړه کوي."

په خبرپاڼه کې ترهګري د افغانستان او پاکستان د شریک دښمن په توګه یاده شوې او پر وړاندې یې پر همکارۍ او همغږۍ مبارزې ټینګار شوی دی.

په کابل کې د بریتانیا سفارت هم د پکتیا برید غندلی.

د بریتانیا سفارت پر خپله ټویټرپاڼه د دې برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

بل‎خوا په کابل کې ولسمشر اشرف غني د پکتیا او غزني د بریدونو په اړه ویلي:

"حکومت د سولې ارزښتونو ته د رسېدو لپاره راتلونکي ته ګوري، خو ترورېستان د جګړې پر دوام ټینګار کوي."

ولسمشر اشرف غني د حکومت د مخالفو وسله‎والو وروستي بریدونه د ترهګرو د جنایاتو تازه څپه بللې او ټینګار یې کړی چې اجازه به ورنه‎کړي چې افغانستان د ترورېستانو او د دوی ملاتړو لپاره بیا خوندي ځای شي.

په عین حال کې د پکتیا په مرکز ګردېز کې له پروني خونړي برید وروسته د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ملي امنیت د رئیس معصوم ستانکزي او د کورنیو چارو له سرپرست وزیر ویس برمک سره ګردېز ته تللي وو.

افغان اجرائیه رئیس په ګردېز کې د ازادي راډیو سره په مرکه کې دا یو جنایتکارانه عمل وباله او زیاته‌یې کړه:

"دا یو جنایتکارانه عمل و چې د افغانستان دښمنانو ترسره کړ. له بده مرغه د دې ولایت د امنیه قوماندان په شمول په‌کې زموږ پولیسو او عامو خلکو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده. زه د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایم."

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00
مستقیم لېنک

تر ټولو خونړی ډله‎ییز برید د سې شنبې په سهار د پکتیا په مرکز ګردېز کې د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ وشو چې د چارواکو په وینا د دې ولایت د امنیه قوماندان جنرال توریالي عبدیاني په شمول لږ تر لږه ۲۱ پولیس او ۲۰ تنه ملکیان ووژل او تر ۱۴۸ زیات نور یې ټپیان کړل.

جنرال توریالي عبدیاني
جنرال توریالي عبدیاني

ویل کېږي چې په ټپیانو کې تر ۱۱۰ تنو زیات هغه ولسي خلک شامل دي چې امنیه قوماندانۍ ته د پاسپورټونو په اخیستلو پسې ورغلي وو.

په غزني کې بیا وسله‎والو طالبانو د اندړو د ولسوالۍ پر ودانۍ موټري بمي برید وکړ چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د مرستیال جنرال مراد علي مراد په وینا ۲۵ پولیس او پنځه ملکیان‌یې ووژل او ۱۵ تنه نور یې ټپیان کړل.

چارواکو ویلي چې د غزني په برید کې ۱۳ وسله‎والو بریدګرو او د پکتیا په برید کې ۱۱ بریدګرو برخه لرله چې وژل شوي دي.

طالبانو د دې بریدونو مسؤلیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG