د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

ټرمپ: د مخدره موادو شبکې نړۍ ته لوی خطر دی


د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس د نشه يي موادو د قاچاق شبکې نړۍ ته جدي خطر بولي.

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ۷۲ مه عمومي ناسته کې، نشه يي مواد نړۍ ته يو جدي تهدید وګاڼه او په خبره یې، نشه يي مواد د ټولې نړۍ امنيت ته يو ستر خطر دی.

ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په دفتر کې وویل، د انسانانو او وسلو قاچاق وړونکو په ګډون، د نشه يي موادو د قاچاق نړیوالې شبکې په ځینو هېوادونو کې ښکاره فعالیت کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ښاغلي ټرمپ وویل:

"نړیوالې جرمي شبکې، د نشه يي موادو قاچاق، وسلې، له اصلي ځایه د خلکو بې ځایه کېدل او ډله ییز مهاجرتونه هغه څه دي چې نن زموږ پولو ته يو ګواښ دی، که ساده ووایم، نو موږ په داسې شرایطو کې یوو چې دا ټول فعاليتونه ازادانه ترسره کېږي، دا اوس په موږ پورې اړه لري چې ایا نړۍ همدې تهدیدونو ته يوازې پرېږدو او که د ګډې مبارزې له لارې دا تهدیدونه له منځه يوسو."

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس وايي، د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید جرمي شبکو ته فرصت په لاس ور نه کړي چې په پايله کې يې په میلیونونو ماشومان په بېوزلۍ کې ومري.

د ده په وینا، دولتونه باید په خپلو کې همکار وي، ترڅو میلیونونه هغه انسانان وژغورل شي چې له نشه يي موادو او انساني قاچاق څخه کړېږي.

د جنوبي اسیا لپاره د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې له نشه يي موادو سره د مبارزې شاملول د افغان حکومت يوه جدي غوښتنه وه، خو څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن وویل، له نشه يي موادو سره مبارزه د افغان دولت خپل مسؤليت دی.

سياسي کارپوهان د جمهور رئیس ټرمپ څرګندونو ته په پام سره وايي، واشنګټن له نشه يي موادو څخه را زېږېدلي خطرونه د افغانستان د جګړې په دوام کې د نشه يي موادو رول او د ترورېزم تمویل درک کړی دی، له همدې امله جمهور رئیس ټرمپ له ترهګرۍ سره د مبارزې ترڅنګ، له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې هم د نړۍ له هېوادونو څخه د همکارۍ غوښته وکړه.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی مرستیال محمد ابراهیم ازهر وايي:

"دا ټول د ترورېزم په برخه کې د امریکا د جمهور رئیس ټرمپ له اندېښنو څخه سرچینه اخلي، ځکه چې د نشه يي موادو د پیسو یوه لويه برخه د ترورېستانو جیبونو ته لوېږي، په همدې خاطر امریکا په دې برخه کې د افغانستان له دولت سره اوږد مهاله همکاري کوي."

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې او جرمونو د مخنیوي ادارې د معلوماتو پر اساس، افغانستان اوس هم د تاریاکو لوی تولیدوونکی هېواد دی.

دې ته په پام سره چې له افغانستان څخه دباندې نشه يي مواد ډېر غوښتل کېږي، د نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی مرستیال ابراهیم ازهر وايي چې له نشه يي موادو سره مبارزه باید نړیواله وي او د امریکا او روسیې په ګډون ټول هېوادونه په دې برخه کې عملي کار وکړي.

راپور: عبادالله حنانزی

XS
SM
MD
LG