د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

په اسیايي سیالیو کې د فوټسال افغان لوبډلې مالدیف ته ماته ورکړه


د هند د سوپرتو کپ سیالیو په لړ کې، د افغانستان او بنګله دېش د فوټبال د ۱۷ کلونو لوبډلو ترمنځ لوبه۲ د ۲ پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو په بله لوبه کې سبا چهار شنبه افغانستان د هند له ایالتي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته وځي.

دغه راز د فوټسال ملي لوبډلې د ترکمنستان د سالون دننه اسیايي سیالیو په پنځم پړوا کې، د ۶ ګولونو په وهلو سره پرون دوشنبه مالدیف ته ماته ورکړه.

افغان لوبغاړو د مالدیف د ګول دروازه شپږ ځلې، خو مالدیفي لوبغاړي بیا يواځې يو ځل په ګول وهلو بریالي شول.

د فوټسال افغان ملي لوبډلې تر دې مخکې چین ته هم ۶ د ۱ پر وړاندې ماته ورکړې وه.

دغه لوبډله سبا چهارشنبه د ترکمنستان د سالون دننه اسیايي سیالیو په لړ کې، له ازبکستان سره لوبه کوي.

دغه راز د ترکمنستان په کوربه توب د پنځم پړاو سالون دننه اسیايي سیالیو په درېيمه ورځ نن سې شنبه د تکواندو، سنوکر، اتلتیک، موی تای او کورش د برخې لوبغاړي، د خپلو سیالانو پر وړاندې لوبېږي.

XS
SM
MD
LG