د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

ولسمشر غني د پکتیا د امنیت تامین په برخه کې له امنیتي ځواکونو مننه وکړه


افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن پکتيا ولايت ته تللی وو او د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانۍ په داخل کې يې د افغان امنيتي ځواکونو له منسوبينو، قومي مخورو، ولايتي شورا، ولايتي ادارې، مدني فعالانو او سرتېرو سره وليدل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پکتيا ته د سفر پرمهال ومنله چې تر دې مهاله دې ولايت ته هغومره لازم کار نه دی شوی چې د دې سيمې له خلکو سره ژمنې کړې وې:

ولسمشر غني په پکتیا کې
ولسمشر غني په پکتیا کې

"ما غوښتل چې تاسې ټول ولس د افغانستان ته ووايئ چې له دولت څخه ګيله مند يئ او له تاسو مننه چې ټول افغانستان ته مو وويل چې ګيله مند ياستئ او ريښتيا هم چې تاسو ته کار نه دی شوی او له خپلو ملي ځواکونو څخه مننه کوو چې دوی په مېړانه سره د دې ولس دفاع کړې ده او سږ اختر کې يې کورونو ته سفر نه دی کړی او ما د دوی ستونزې له ځان سره ياداښت کړې دي."

ده زياته کړه، په پاتې وختونو کې به د لومړيتوبونو په حساب دغه ولايت ته کار وکړي او له خلکو يې وغوښتل چې د دې ولايت لپاره خپل لومړيتوبونه معلوم کړي او هغه کارونه به په نښه کوو چې امکان ولري.

په دغه غونډه کې چې قومي مخورو، مدني فعالانو، ولايتي شورا وکيلانو او نورو برخه اخيستې وه د پکتيا نويوالي شميم خان کټوازي چې نږدې څلور مياشتې کېږي پکتيا ته د والي په حيث راغلی وويل چې په دې ولايت کې وړو ستونزو ته حل لار ګوري او له ولسمشر سر يې د خلکو غوښتنې مطرح کړې.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازی
د پکتیا والي شمیم خان کټوازی

نوموړي زیاته کړه:

"اوياسلنه ښوونځي مو ودانۍ نه لرۍ او زموږ د ۹ صنف نجونې چې تقريباً پېغلي دي د ونو لاندې لمر او باران ته ناستې دي حتی د ناستې لپاره ورته خېمې نه لرو په داسې شرايطو کې به هغه څنګه زړه ښه کړي چې احاطه ونه لري او خېمه ونه لري بيا هم خپلو زده کړو ته راشي؟ اکثره ولايتونو کې د کليو لارې جوړ شوې دي خو زموږ مرکزي او مهم ولايت له دوو ولايتونو سره پخه لار نه لري د غزني او پکتيکا سره مو لارې خامې دي او هغه هم دومره خراب وضعيت کې دي چې ډېر کله د خامي له وجې بندې وي، د کلینيکونو د نشتون او لارو نشتوالي له امله مو داسې سيمې شته، چې له ناورین سره مخ دي جناب ولسمشره!

د پکتيا ولسونه داسې بدګومانه شوي دي چې ماته واضح وايي افغان حکومت له پيله تر دې مهاله خلکو ته يوازې ژمنې ورکړې دي او کوم کار نه دی ورته شوی او زه هم په داسې وخت کې راغلی يم چې د دې سيمې خلک بدګومانه دي او د يو ځوان په صفت ماته به ډېره بده وي چې دا خلک نور په وعدو غلط کړم ستاسې همکاري او پاملرنه پکار ده چې د خلکو اعتماد جوړ کړو."

ده دا هم وويل چې که چېرته دغو ولسونو ته د مرکزي حکومت په مرسته کار ونه کړينه شي کولای په وعدو او تشو ژمنو خلک تېرباسي او په وينا يې د خلکو په حکومت باور نور هم کمېدلای شي.

د يادولو وړ ده چې دا پکتيا ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دويم سفر دی چې په څوکۍ تر کښېناستلو وروسته يې کړی او په دواړو سفرونو کې له افغان امنيتي ځواکونو او د پکتيا له يو شمېر مشرانو سره يې ناستې کړې.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG