د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

د کرکټ شپږیزه لیګ: میس عینک بندامیر ښاماران ته ماتې ورکړه


د افغانستان د کرکټ د شپږیزې لیګ سیالیو په درېيمه لوبه کې میس عینک اتلانو د بند امیر ښاماران لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د محمد نبي عیسي خیل په مشرۍ میس عینک لوبډلې وګټله او خپله يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه چې په یادو شلو اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۴۰ منډو هدف ورکړ.

په منډه جوړونکو کې میلمه لوبغاړي سیوینډا تر نورو ډېرې ۵۹ منډې وکړې ترڅنګ يې رایان بورل ۳۸ او احسان الله ۲۳ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونکو کې راشد خان درې، ټینډا چیترا دوه او شاهد الله یو لوبغاړی وسوځواه.

د سیالۍ په دوهمه نیمايي کې بند امیر د یاد هدف په تعقیب لوبه پیل کړه خو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ایله ۱۳۳ منډې وکړې او دا سیالي يې د ۷ منډو په توپیر وبایلله.

د میس عینک په توپ اچوونکو کې سکندر رضا تر نورو ښه توپ اچونه وکړه په څلورو اورونو کې يې نهه منډې ورکړې او درې مقابل لوبغاړي یې وسوځول، ترڅنګ يې ظاهر خان دوه دولت ځدراڼ او محمد نبي یو ـ یو لوبغاړی ورسوځاوه.

راتلونکې لوبه د سپین غر او د بسټ ساتونکو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي چې په څو شېبو کې به پیل شي.

XS
SM
MD
LG