د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

د کرکټ په شپږیزه لیګ کې سپین غر پړانګانو لومړۍ بریا خپله کړه


د افغان کرکټ د شپږیزه لیګ په دوهمه سیالۍ کې د سپین غر پړانګانو په یوه سخته سیالۍ کې د امو نهګانو لوبډلې ته ماته ورکړه او لومړۍ بریا يې خپله کړه.

د دغې سیالۍ پچه امو نهګانو وګټله او سیالې لوبډلې ته يې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اوه کسانو په سوزېدود، ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.

د سیالۍ په دوهمه پاڼۍ کې، که څه هم د سپین غر لوبډلې د پیل منډه جوړونکو تېزه لوبه پیل کړه، خو وروستیو لوبغاړو يې په ۲۰ اورونو کې سیالي مساوي پای ته ورسوله.

د کرکټ د قوانینو له مخې، کومه سیالي چې مساوي پای ته رسېږي، نو د یوه اور بله لوبه ورکول کېږي.

دغو دواړو لوبډلو ته هم د یوه اور سیالي ورکړل شوه، لومړی د سپین غر لوبډلې منډې وکړې او په ټاکلو شپږو بالونو کې يې مقابلې لوبډلې ته، د ۱۸ منډو هدف وټاکه، خو د امو نهګانو لوبډلې دواړه لوبغاړي په صفر ورسوزدېدل او په دې سره دا سیالي د سپین غر لوبډلې په بریا، پای ته ورسېده.

تر دې وړاندې د کابل بازانو د بسټ ساتونکو ته ماته ورکړه، اوس مهال د کابل بازان د جدول په سر کې ځای لري.

سبا به د بند امیر ښاماران د امو نهګانو پر وړاندې او سپین غر پړانګان به د بسټ ساتونکو پر وړاندې سیالي ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG