د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

ښاغلی محبوب د استاد سعدالدین شپون یوه خاطره بیانوي


افغان لیکوالان او شاعران د استاد سعدالدین شپون مړینه د ټولو افغانانو او په خاصه توګه پښتو ادب لپاره یوه لویه ضایعه بولي.

د کابل پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب وايي، استاد شپون په وطن میین شخص و او د خپلې لیکوالۍ او پوهې له لارې یې د ډېرو ټولنیزو ستونزو او محدودو مسایلو په ضد غږ پورته کړی و.

وتلی لیکوال او د پوهنتون پخوانی استاد سعدالدین شپون په امریکا کې د ۸۵ کلنۍ په عمر پرون له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د کابل پوهنتون له استاد محبوب شاه محبوب سره د ښاغلي شپون په ژوند او کارونو لنډه مرکه کړې ده.

ښاغلی محبوب د نورو مسایلو تر څنګ د استاد شپون یوه خاطره هم بیانوي چې ده ته یې د وطن د مینې په باب څو خبرې کړې وې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:17 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG