د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

د لوګر والي: پل علم ته نېږدې د ناټو هوایي برید کې ۱۱ ملکیان وژل شوي


د لوګر والي تائیدوي چې مرکز پل علم ته نېږدې د ناټو په هوایي برید کې ۱۱ ولسي خلک وژل شوي دي.

حلیم فدايي وایي، په دغه برید کې په بارې ډاګ کې یو کور چې وسله وال طالبان په کې پټ شوي وو، په نښه شوی وو.

د لوګر والي په دې برید کې چې ویل کېږي د طالبانو دوه مشهور قوماندانان هم په کې وژل شوي، د ۱۶ ولسي خلکو د ټپي کېدو خبره کوي.

نړیوالو خبري آژانسونو د لوګر د ولایتي شورا د غړي حسیب الله ستانکزي له قوله ویلي چې وايي، په دغه برید کې د لوګر د خوشي ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي احمدالله او په سیمه کې د طالبانو مرستیال قوماندان قاري نقیب الله دواړه وژل شوي دي.

د امریکایي ځواکونو یوه ویاند جان روس ویلي چې دوی ته تر اوسه روښانه نه ده چې څه پیښ شوي خو په دې اړه څېړنه کوي.

له دې مخکې د تیرې دوشنبې په ورځ د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې هم په هوایي برید کې د ۱۳ ملکي وګړو د وژل کېدو ادعا شوې وه چې یو دولتي پلاوی یې په اړه څیړنه کوي.

XS
SM
MD
LG