د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د چهارشنبې په سهار شااوخوا لس بجې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې دوو ځان وژونکو بریدګرو غوښتل چې د ظاهر قدیر پر کور ورننوځي یوه ځان ته چاودنه ورکړې او دوهم بریدګر د ظاهر قدیر د ساتوونکو لخوا وژل شوی دی.
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، په دې پېښه کې د ظاهر قدير دوه ساتوونکي هم وژل شوي.
نوموړي زیاته کړه:
"یو بریدګر د ده کور مخې ته په عمومي سړک پر ساتوونکو ډزې کړي دوه ساتوونکي وژل شوي او دوهم بریدګر د ظاهر قدیر د ساتوونکو په ډزو وژل شوی په ټوله کې دوه بریدګر وژل شوي، دوه ساتوونکي وژل شوي او یو بل ساتوونکی زخمی شوی."
نوموړی وايي، که څه هم په دې سیمه کې یو شمېر دولتي او غيرې دولتي دفترونه شته خو نور چاته په کې زیان نه دی اوښتی.
د ظاهر قدير د ساتوونکو مشر قوماندان نسیم وايي په دې پېښه کې لومړي بریدګر ځان ته چاودنه ورکړې او دوهم بریدګر غوښتل چې کور ته دننه شي د ساتوونکو لخوا ویشتل شوی.
دی وايي په دې وخت کې ظاهر قدير په کور کې وو او د دوی څلور تنو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
نوموړي زیاته کړه:
"اول مو وویشتلو او دوهم ځان والوزاوه او ظاهر قدیر په کور کې هغې بلې حویلې ته مو انتقال کړ په دې پېښه کې زموږ دوه ساتوونکي شهیدان شوي او دوه نور زخميان شوي دي."
تر اوسه د دې پيښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
د ویلو ده چې څو ورځې وړاندې ظاهر قدير په یوې رابلل شوې غونډه کې د داعش وسله والو پرضد يې توندې خبرې کړې وې او ويلي وو چې طالبانو سره دې سوله وشي خو داعش سره دې جګړه وشي.
ننګرهار: شاه محمود شینواری
پخواني معلومات:
د ننګرهار ولايت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د جلالاباد ښار د لومړۍ ناحيې سيمه کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي عبدالظاهر قدير کور ته څېرمه دوو ځانمرګو بريد کوونکو حمله کړې چې د هغه د ساتونکو له لوري يو ځانمرګی بريدګر وژل شوی او بل ځان ته چاودنه ورکړې.
نوموړی وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې په دغه ځانمرګي بريد کې د حاجي عبدالظاهر قدير دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.
د پېښې ځای ته امنيتي مسؤلين رسېدلي او اوس وضعيت ارام دی.
- پخواني معلومات
ځان وژونکي بریدګر د ولسي جرګې د وکيل ظاهر قدير دوه ساتونکي ویشتلي دي.
د ننګرهار ولایتي اداره وايي یوه ځان وژونکي بریدګر د جلالاباد ښار د لومړۍ ناحیې سیمه کې د ولسي جرګې د وکيل ظاهر قدیر د کور مخې ته د هغه پر ساتونکو ډزې کړي او وروستهيې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي لومړني معلومات ښيي چې د ظاهر قدیر دوه ساتونکي ویشتل شوي او نور تلفات هم لري، خو دقیق شمېر يې لا نهدی روښانه.