د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

په کابل کې د «ایرو پارسل» په نوم پوستي خدمتونو کمپنۍ پرانیستل شوه


په افغانستان کې د چټکو، ډاډمن او خوندي پوستي خدمتونو په هدف د ایرو پارسل په نوم يوې خصوصي کمپنۍ په فعالیت پېل وکړ.

د يادې کمپنۍ اجرائیوي رئیس اکسل هافمیستر د شنبې په ورځ په کابل کې د دغې کمپنۍ د پرانیستې مراسمو ته وویل، دغه کمپنۍ به په افغانستان کې د اسنادو او مالونو انتقال ډېر اسانه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ایرو پارسل کمپني به په ډېر ساده او اسانه توګه ستاسو محرم اسناد،ډالۍ او نور توکي د هېواد په داخل کې له يو ولایت څخه بل ولایت او دغه شان له هېواد بهر د نړۍ اکثرو هېوادونو ته په ډېر لنډو وخت کې په ډاډمن ډول انتقال کړي."

دغه کمپنۍ اوسمهال د کابل په ګډون په کندهار، هرات، بلخ او جلال اباد کې دفترونه لري چې د مسؤلینو په خبره يې په نږدې راتلونکي کې به په نورو ولایتونو کې هم دفترونه پرانیزي.

د دې ترڅنګ ياده خدماتي کمپنۍ په دوبۍ، استانبول او واشګټن کې هم دفترونه لري.

د «ایرو پارسل» په نوم د پستي خدمتونو کمپنۍ په افغانستان کې په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې د افغان پوسټ په نوم يوه دولتي اداره په هېواد کې د شااو خوا سلو کلونو راهیسي خلکو ته پستي خدمتونه وړاندې کوي چې د نړیوالې پستي ټولنې «اي ام اس» د کوپراتیف غړیتوب هم لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مسؤلین د پوستي خدمتونو په برخه کې د يادې خصوصي کمپنۍ پرانیستل کېدل ګټور ګڼي او د سوادګرۍ په برخه کې یې پر اغېزمن رول ټینګار کوي.

د دې خونو مرستیال خانجان الکوزي یادو مراسمو ته وویل، د دې ترڅنګ چې یاده کمپنۍ به خلکو ته معیاري خدمات وړاندې کړي يو شمېر ځوانانو ته به د کار زمینه هم مساعده شي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

نوموړي زیاته کړه:

"د اهمیت له اړخه په خصوصي سکټور او اقتصاد کې دا هغه معتبره کړۍ ده چې اسناد او جنس انتقالوي او په خوندي او منظم ډول خدمتونه ترسره کوي، د خدماتو ترڅنګ خلکو ته د کار زمینه هم مساعدوي."

د افغانستان د ولسي جرګې غړې صائمه خوګياڼۍ د پستي خدماتو په برخه کې د يادې کمپنۍ پرانسیل کېدل په دې برخه کې د شته ستونزو د هواري لپاره مهم بولي او په حکومت غږ کوي چې پرته له کوم توپېري چلنده افغان پانګوالو ته په بېلابېلو برخو کې د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG