د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

د افغانستان د دفاع وزارت دوه جنرالان او درې ډګروالان محاکمه شول


له صلاحیتونو څخه ناوړه ګټه اخېستنه، په دندو کې بې پروايي، له قانونه سرغړونه، د اردو د سرتېرو د اعاشې په رسولو کې ځنډ او داسې نور هغه تورونه وو چې د دفاع وزارت دوه جنرال او درې ډګروالان یې محکمې ته راکښل.

د دوی د یکشنبې په ورځ د درنو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز د ابتدائیه محکمې له‎خوا په علني ډول محاکمه شول.

د قضیې د څېړلو ګمارل شوي څارنوال او د تورنو د مدافع وکیلانو له توضیحاتو وروسته، د دغه مرکز د ابتدائیه محکمې رئيس شیر اقا منیب، د محکمې حکم داسې اعلان کړ:

"موږ قضايي پلاوي ته ډګر جنرال محمد معین فقیر د جزا د قانون د ۱۵۸مې مادې له مخې په مجموع کې د پنځه کلونو او درې میاشتو تنفیذې بند په جزا محکوم کړی او همدارنګه مو، ته محمد معین فقیر دولت ته د زیان رسولو په تور، د شپږ لکه او ۹۹ زره، ۱۵۰ افغانیو په ورکړه محکوم کړی."

په تورنو کې د دفاع وزارت د میوند د ۲۱۵ قول اردو پخوانی قوماندان ډګر جنرال محمد معین فقیر، د دغه قول اردو د دوهمې لواء قوماندان جنرال فضل الرحمن، د تفتیش مدیر ډګروال محمد ابراهیم، د مالي چارو مدیر ډګروال ذبیح الله احمدزی او د کشف مدیر ډګروال غلام فقیر شامل وو.

همدارنګه محکمې جنرال فضل الرحمن د درې کلونو او دوه میاشتو په تنفیذي بند او د درې میلیونو افغانیو په ورکړه محکوم او درې ډګروالان يې بري اعلان کړل.

د محکمې رئیس وویل، محاکمه شوي کسان د استېناف د غوښتنې حق لري.

دا لومړی ځل نه دی چې د درنو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، په اداري فساد تورن لوړ پوړي دولتي چارواکي محاکمه کوي بلکې پخوا تر دې يې هم د بېلابېلو وزارتونو ځینې لوړ پوړي مسؤلین محاکمه او په بند او د نغدو په ورکولو محکوم کړي دي.

د حقوقي چارو پوهان وايي، په هېواد کې د ناامنیو یو لامل اداري فساد دی او که حکومت او په تېره عدلي او قضايي ارګانونه یې پر وړاندې جدي مبارزه وکړي، د هېواد په وضعیت کې به مثبت بدلون راشي.

د دغو کارپوهانو له ډلې قاضي محمد حسن حقیار ازادي رادیو ته وویل:

"که په افغانستان کې عدلي او قضايي ارګانونه واک پیدا کړي او د دې پېښې په څېر په نورو دولتي چارواکو قانون پلی شي، پر حکومت به د خلکو اعتبار را ژوندی کړي. دا کار د ستاینې وړ دی. له حکومتي چارواکو مو هیله ده چې قانون پر ټولو مجرمینو له استثنا پرته پلی کړي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې اداري فساد پر یوې ستونزې اوښتې او اکثره افغانان ځینې شکایت کوي.

ېره پر افغانانو نړیوالې ټولنې او د افغانستان مرستندویو هېوادونو هم ډېر ځله ټینګار کړی چې افغان حکومت دې د فساد پر وړاندې مبارزه جدي کړي.

خو حکومت وايي، د فساد پر وړاندې مبارزه په تېزۍ سره روانه ده او ښه نتیجه یې ورکړې ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG