د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۳

ارګ: په حکومت کې دننه اپوزېسیون او ائتلافونه سیاسي او قانوني منطق نه‌لري


د افغانستان د ارګ ماڼۍ د بلخ د والي عطا محمد نور او د محمد محقق د خبرو په غبرګون کې وايي چې د «افغانستان د ژغورنې ائتلاف» ډېری غوښتنې شخصي دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند د دفتر سرپرست وايي، په مزار شریف کې اعتراضیه غونډې کوم خاص پیغام نه‌درلود.

شاه‌حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ ناوخته له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د یادې اعتراضیه غونډې ډېری غوښتنې شخصي وې.

مرتضوي: ائتلافونه سیاسي او قانوني منطق نه‌لري.
مرتضوي: ائتلافونه سیاسي او قانوني منطق نه‌لري.

نوموړي زیاته کړه:

"په حکومت کې دننه اپوزېسیون او ائتلافونه سیاسي او قانوني منطق نه‌لري او بله مسئله دا چې که شخصیتونه له وضعیت څخه ناراضه وي د بدیل طرحې دې وړاندې کړي. له بده مرغه تر اوسه‌یې هېڅ د بدیل طرحه نه‌ده وړاندې کړې مهمه دا ده چې ډېری غوښتنې شخصي دي نه ملي."

د بلخ والي عطا محمد نور، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق او د جنبش ملي ګوند یو شمېر غړو د سې شنبې په ورځ د یوې غونډې پر مهال د حکومت پر ځینو چارو جدي انتقادونه وکړل.

د بلخ والي له قید و شرط پرته خپلې دندې ته د جنرال عبدالرشید دوستم د حاضرېدو غوښتنه وکړه او همداراز یې وویل چې دوی د جمعیت د اعلامیې پلي کېدو ته هم ژمن دي.

د ښاغلي عطا په خبره د «افغانستان د د ژغورنې ائتلاف» د حکومت د کږې پښې د سمولو په هدف رامنځته شوی دی.

له بلې‌خوا د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق په دغې غونډه کې وویل چې د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې شااوخوا ۵۲ سلنه ناپاکو رأیو ته اعتبار ورکړل شو.

ښاغلی محقق وايي، که څه هم دوی د نظام د نسکورېدو تکل نه‌لري، خو که څوک په سیستماتیکه توګه تعصب ته لمن وهي د خلکو له لوري به‌یې مخه ونیول شي.

د «افغانستان د ژغورنې» په نوم ائتلاف د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، د بلخ د والي عطا محمد نور، د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق او د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست صلاح‌الدین رباني له لوري په ترکیه کې رامنځته شو.

دا چې دغه ائتلاف د حکومت د برحاله مأمورینو له لوري رامنځته شوی د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه‌یې غیر قانوني بولي.

عطا محمد نور
عطا محمد نور

د دغې ټولنې مرستیال سبحان مصباح د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ژغورنې د ائتلاف مشران باید د خپلو غوښتنو د مشروعیت لپاره باید حکومتي څوکۍ پرېږدي.

نوموړي زیاته کړه:

"زما په نظر دا به ډېره منطقي نه‌وي چې یو څوک په حکومت کې کار کوي او بیا بېرته پر حکومت انتقاد هم کوي، لازمه وه چې د حکومت له دایرې دباندې خلک راټول شوي وی او ائتلاف‌یې کړی وی، نو بیا به‌یې ائتلاف اغېزمن تمام شوی وی. نه‌یوازې په ملي بلکې په نړیواله کچه به‌یې هم ملاتړ ترلاسه کړی وی."

له دې وړاندې د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادی مسلمیار له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې د حکومتي چارواکو له لوري د ائتلافونو جوړول قانوني مبنا نه‌لري.

نوموړي ویلي و هغه حکومتي چارواکي چې د ائتلافونو جوړولو ته لېوالتیا لري باید لومړی خپلې دولتي څوکۍ پرېږدي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG