د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

منګل: جاني خیلو جګړه ملکیان ګېر او د خوراکي توکو له کمبود سره مخ دي


له تېرو اتو ورځو راهيسې د پکتيا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د ولسوالۍ نيولو پر سر توده جګړه روانه ده.

ويل کېږي په دغه جګړه کې ګڼ وسله وال طالبان وژل شوي او افغان ځواکونو ته هم په دې جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې.

خو د پکتيا ولايتي شورا وکيل تاج محمد منګل وايي، د جګړې له پيله تر دې مهاله په سيمه کې ملکي وګړي ګېر دي او روغتيايي خدماتو د نشتوالي او خوراکي توکو له کمبود سره مخ دي.

دی وايي، که جګړه ژر پای ته ونه رسېږي بشري ناروين به رامنځته شي او له لوږې به خلک ومري.

دا مرکه لاندې لاندې اورېدلای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG