نړۍ
اسوشيټېډ پریس: امریکا خپل وګړي شمالي کوریا ته له سفره منع کوي

اسوشيټېډ پریس اژانس وايي، امریکا به خپل وګړي شمالي کوریا ته له سفر منع کړي.
دا ګام د هغه امریکايي محصل له مړه کېدو وروسته پورته کېږي چې په شمالي کوریا کې زنداني و.
اتو وارمبیر د ۱۷ میاشتو لپاره په شمالي کوریا کې زنداني و، نوموړی د کوما په حال کې ازاد شو خو له څو ورځو وروسته ومړ.
اسوشیټېډ پریس وايي، تر رسمي اعلان مخکې امریکايي چارواکي اجازه نهلري چې دا موضوع په ډاګه کړي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه تبصره نهده کړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په جمو او کشمیر کې د مځکې ښویېدو په پېښه کې شا او خوا ۳۰ کسان مړه شوي

د جمو او کشمیر په کاترا سیمه کې د ویشنو دیوي مندر ته نژدې د سختو بارانونو په نتیجه کې د مځکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
چارواکو نن وویل چې د ژغورنې عملیات روان دي او د سړک او اورګاډي ترافیک ګډوډ شوی دی.
د هند د مون سون موسم د هیواد په شمال کې د مرګونو سیلابونو او مځکې ښویېدو لامل شوی دی، چې د جون راهیسې یې تر ۱۲۰۰ زیات کسان وژلي دي.
اوکرایني چارواکي: د روسیې د هوايی حملو له کبله د سل زره کورونو برق قطع شوی دی

اوکرایني چارواکو ویلي چې د هیواد په شپږو سیمو کې د روسیې په هوايي بریدونو کې درې کسان وژل شوي او تر ۱۰۰،۰۰۰ زیات کورونه له بریښنا څخه بې برخې شوي دي.
د اوکراین د انرژۍ وزارت دا بریدونه د ملکي زیربناوو د ویجاړولو قصدي هڅه بللي دي.
په خیرسون سیمه کې، دوه کروندګر او یوه ۸۱ کلنه ښځه په بریدونو کې وژل شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر امریکا غږ کړی چې د مسکو د بریدونو په وړاندې کلک دریځ غوره کړي.
په ورته وخت کې، روسیې ادعا کړې چې په ډونیڅک سیمه کې یې یو بل کلی نیولی دی.
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې د جګړې له پیل راهیسې لسګونو زره خلک وژل شوي او ملیونونه بې کوره شوي دي.
اسراییل وایي د یمن له خوا توغول شوی یو توغندی یې شنډ کړی

د اسراییل پوځ د چهارشنبې په ورځ وویل چې د یمن له خوا یو توغول شوی توغندی یې کشف او شنډ کړی دی.
حوثي وسله والو چې د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده، د غزې د جګړې له پيله وخت نا وخت د اسراییل په لور توغندي ویشتلي دي.
حوثیان وایي، دا ډول بریدونه د فلسطینیانو د ملاتړ په هدف ترسره کوي.
اسراییل هم د دغو بریدونو په ځواب کې په یمن کې د حوثیانو سنګرونه ویشتلي دي.
د حوثي سرچینو په باور، د تیرې یکشنبې په ورځ پر صنعا د اسراییل په برید کې لږ تر لږه ۶ تنه ووژل شول او څه باندې ۸۰ نور ټپیان شول.
استرالیا ایران د یهوادنو ضد دوو بریدونو مسول بللی او د ایران سفیر یې اخراج کړی

استرالیا ایران د یهودانو ضد دوو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړی او اعلان یې کړی چې د ایران سفیر یې له کانبرا څخه اخراج کړی دی.
د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیزي پرون سه شنبه ویلي، د هیواد امنیتي ادارو یې معلومه کړې چې ایران په استرالیا کې دیهودانو ضد دوو بریدونو کې لاس لري.
یو برید په سیدني کې «لوئیس کانتیننتال کیچن» رستورانت باندې شوی و چې ترڅ کې یې رستورانت ویجاړ او د اور لمبه شوی و.
بل هغه ۲۰۲۳ کال کې په ملبورن کې د یهودانو یوې کنیسې باندې شوی و.
له دې سره همهاله استرالیا تهران کې خپل سفارت رخصت کړی او کارکوونکي یې دریم هېواد ته انتقال کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د استرالیا دا پریکړه سیاسي بللې، خو ډیر جزیات یې نه دي ورکړي.
د امریکا په اوریګان ایالت کې اورلګیدني یو شمیر کورونه سوځولي دي

د امریکا په اوریګان ایالت کې د اورلګیدنې له کبله یو شمیر کورونو اور اخیستی او په زرهاوو نورو د سوځیدو له ګواښ سره مخ دي.
د سیمې اوسیدنکو ته پرون دوشنبې د تخلیې امر شوی دی.
د چارواکو په خبره، دا اورلګیدنه چې د وچې او ګرمې هوا له کبله رامنځته شوي اوسمهال د اوروژنې کارکوونکو یو څه مهار کړې ده.
له وړاندې د امریکا په بیلابیلو ایالاتونو کې د اورلګیدنې له کبله په زرهاوو کورونه سوځیدلي وو.
ټرمپ غواړي د شمالي کوریا له مشر کیم جون اون سره وګوري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، "سږکال غواړم د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره وګورم".
هغه پرون دوشنبې په سپینه ماڼې کې خبریالانونو ته وویل، له کیم سره د خبرو اترو لپاره چمتو دی او په مناسب وخت کې به ورسره وګوري.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، ولسمشر ټرمپ په خپله مخکېنۍ دوره کې د کیم جون اون سره لومړنۍ لیدنه په داسې حال کې درلوده چې د امریکا او شمالي کوریا اړیکې کړکیچنې وې.
هغه مهال د دواړو لورو ترمنځ یو سوداګریز تړون هم لاسلیک شوی و، خو د اټومي انرژۍ، پوځي لګښتونو او د تړون په جزیاتو کې دواړو خواوو اختلافات درلودل.
په خان یونس کې د اسراییلو په بریدونو کې د اسوشیېټېډ پرس خبري اژانس د خبریالې په ګډون پنځه خبریالان وژل شوي

اسراييلي ځواکونو پرون دوشنبې په خان یونس کې پر ناصر روغتون په دوو بریدونو کې ۲۰کسان وژلي دي.
په سیمه کې روغتیايي کارکوونکو وايي، له لومړي برید وروسته سیمه ته د روغتیايي کارکوونکو او خبریالانو له رسیدو سره سم دویم برید وشو چې لږ تر لږ ۲۰کسان په کې ووژل شول.
د اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په وژل شویو کې پنځه خبریالان هم شامل دي.
په خبریالانو کې ۳۳کلنې مریم داګا له اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس سره د خبریالې په توګه کار کاوه.
د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو دفتر دغه برید "یو غمجنه پېښه" بللې او ویلي یې دي چې پوځ یې د برید د څېړلو په حال کې دی.
اسراییل: پر صنعا حمله مو د حوثيانو د توغندیو په غچ کې کړې ده

پر یمن د اسرایل په حمله کې د تېلو په یوه پمپ کې ټانکرونو اور اخیستی او سوځلي دي.
اسرایل ویلي چې پر صنعا حمله یې د حوثيانو د توغندیو په غچ کې کړې ده.
د حوثیانو یوه روغتیايي چارواکي ویلي چې په دې برید شپږ کسان وژل شوي او ۸۶ نور ټپیان شوي دي.
دا بریدونه په یمن کې د اسراییلو او حوثیانو ترمنځ د مستقیمو بردونو وروستي دي چې د غزې له جګړې سره تړاو لري.
د پاکستان په هنګو کې پر نظامیانو په حمله کې ۳ سرتیري وژل شوي

د خیبرپښتونخوا د هنګو په توره وړۍ سیمه کې د پاکستان پر یوه نظامي کلا په حمله کې ۳ سرتیري وژل شوي او تر ۱۵ زیات ټپیان شوي دي.
د هنګو د پوليسو مشر خالد خان د اګست په ۲۵مه خبریالانو ته وویل چې د دې برید په ځواب کې امنيتي سرتيرو ۴ وسله وال وژلې شوي او ۵ نور یې ټپيان کړي دي.
تر اوسه د دې بريد مسولیت چا نه دی منلی او نه هم ازادو سرچینو دغو وسله والو ته زیان د ادعا تایید کړې خو د توره وړۍ اوسېدونکو په سیمه کې د مشال راډیو خبریال ته ویلي چې په دې نښته کې د سیمې یو اوسېدونکی هم وژل شوی دی.
په توره وړۍ کې د ايف سي کلا انګريزانو جوړه کړې وه چې تر دې مخکې هم ورباندي دوه واري وسله وال بريدونه شوي دي. پر دغه کلا يو میاشت مخکې هم وسله وال بريد شوی و چې په کې امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
اسپانیا کې د اګست میاشتې ګرمه څپه بې سارې بلل شوې

د اسپانیا د هوا پيژندنې ملي ادارې ویلي چې په اګست میاشت کې د ګرمۍ ۱۶ ورځنۍ څپه د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو شدیده وه.
د ګرمۍ دغې څپې چې د اګست له ۳ تر ۱۸ مې پورې دوام وکړ، د ۲۰۲۲ کال د جولای میاشتې د ګرمۍ ریکارډ مات کړ.
د اګست میاشتې له دې ګرمې څپې سره د اسپانیا په شمال او لویدیځ کې وچکالي او اورلګیدنه رامنځته شوه او د کارلوس په نوم یوه روغتیایي بنسټ ویلي، څه باندې ۱۱ سوه مرګونه له دې ګرمۍ سره تړلي وو.
له ۱۹۷۵ کال راهیسې په اسپانیا کې د ګرمۍ ۷۷ څپې ثبت شوي چې تر ټولو پنځه شدیدې هغه یې له ۲۰۱۹ کال تراوسه ثبت شوې دي.
کارپوهان د دې څپو لامل اقلیمي بدلون ښيي.