د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

بشري حقونه: د امنیتي ځواکونو په لیکو کې له ګمارل شویو ماشومانو جنسي استفاده کېږي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، نېږدې ۶۰ داسې موارد یې موندلي چې ماشومان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې استخدام شوي او جنسي استفاده ترې کېږي.

د دغه کمېسیون ویاند بلال احمد صدیقي وايي، د هغو ماشومانو سربېره چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې رسمیت لري، یو شمېر نور هم په امنیتي پوستو کې ساتل کېږي او جنسي استفاده ترې کېږي.

نوموړی وايي دا چې د بچه بازۍ عاملینو ته سزا نه‌ورکول کېږي دا مسئله د اندېښنې وړ ده او حکومت باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

بلال احمد صدیقي
بلال احمد صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"اوس هم له بده مرغه ماشومان د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو مخالفیو په لیکو کې جذبېږي او له دوی څخه جنسي استفاده هم کېږي. موږ په دې اړه اندېښنه لرو او له دولت څخه غوښتنه کوو چې په دې برخه کې اقدامات وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د واشنګټن پوسټ ورځپانې خبریال په یوه راپور کې لیکلي چې په ارزګان کې د پولیسو یو قوماندان ده ته هغه هلک چې په خبره‌یې جنسي استفاده‌یې ترې کوله، ورښودلی دی.

په دغه راپور کې دغه‌شان په لوېدیځه حوزه کې د پولیسو د ځینو نورو هغو قوماندانانو له قوله چې هلکان‌یې ساتلي ویل شوي چې که حکومت‌یې پر وړاندې اقدام وکړي نو خپلې دندې به پرېږدي.

د واشنګټن پوسټ ورځپانې د راپور له مخې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې له هلکانو د بچه بازۍ په نوم جنسي استفاده کېږي.

خو د افغانستان د عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ د بچه بازۍ جرم د افغانستان په جزايي کوډونو کې شامل کړ.

د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور په یوه خبري غونډه کې که څه هم په دې اړه ډېر جزئیات ورنه‌کړل، خو ویې‌ویل چې بچه بازانو ته مجازات تعیین شوي دي.

د افغانستان د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور
د افغانستان د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور

ښاغلي انور زیاته کړه:

"اخلاقي انحرافاتو ته هڅونه یعنې بچه بازي ته د جرایمو او جزا ګانو د قانون اصل ته په پام سره د جزاګانو په کوډ کې وړاندوینه شوې ده."

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د پولیسو په لیکو کې د کم عمره ځوانانو یا ماشومانو د موجودیت ادعا ناسمه بولي.

نجیب دانش
نجیب دانش

نوموړي زیاته کړه:

"موږ تېر کال او سږ کال دوه پلاوو ته دنده وسپارله چې د پولیسو په لیکو او جزوتامونو کې د کم عمره کسانو د موجودیت موضوع وڅېړي چې له نېکه مرغه د هغوی د موجودیت په اړه هېڅ راپور ورنه‌کړل شو."

که څه هم دا ډول اندېښنې تازه نه‌دي خو کتونکي په دې باور دي چې تر کومه معافیت له‌منځه ولاړ نه‌شي او قانون په ټولو یو شان پلی نه‌شي په دغه هېواد کې به په کم وخت کې د بچه بازۍ مخنیوي ناشونی وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG