د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

نېږدې راتلونکي کې به "بچه‌بازي" افغانستان کې جرم وګڼل شي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د یوه جرم په توګه د بچه‎بازي د پېژندلو لپاره د دې کمېسیون هڅو نتیجه ورکړې او د افغانستان د جزا قانون په مسوده کې دغه عمل جرم پېژندل شوی دی.

بچه‎بازي هغه ناوړه پدېده ده چې افغانستان کې له بشري حقونو څخه یوه لویه سرغړونه ګڼل کېږي.

دغې پدېدې ته په دې وروستیو کې د بشري حقونو مدافع ډلو وروسته له هغې ډېر پام واړاوه چې رسنیو کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې له هلکانو د ناوړه استفادې په اړه راپورونه خپاره شول.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په افغانستان کې د بچه‎بازي د له‎منځه وړلو لپاره د قانون هغه طرح چې دې کمېسیون د عدلیې وزارت ته وړاندې کړې وه، منل شوې، جزایي کو‌د دغه عمل غیر قانوني بولي او عاملین‌یې د قانون په وړاندې مجرم ګڼل کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غړي موسی محمودي ازادي راډیو ته وویل چې د جزایي قانون مسوده ترتیب شوې او کابینې هم په اصولو کې تصویب کړې ده.

نوموړي وویل:

"دغه مسئله چې د بچه‎بازي عمل د مجازاتو په توګه وپېژندل شي، تر غور او څېړنې لاندې ونیول شوه او د عدلیې وزارت ته وسپارل شوه. د عدلیې وزارت هم ورته توجه وکړه او له نیکه‎مرغه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د قانوني مسودې مفاد اوس د جزا قانون په مسوده یا د افغانستان په جزایي کود کې درج شوي چې په‎کې بچه بازي د یوه جرم په توګه پېژندل شوې او سزا ورته ټاکل شوې ده."

ښاغلي محمودي وایي، دا یو ښه پرمختګ دی خو اندېښنې هم شته چې ښایي دغه پروسه یو څه وخت ونیسي.

د هغه په وینا حکومت ورسره ژمنه کړې چې په درېیو میاشتو کې د افغانستان په جزایي قانون کې دغه کود شامل او ملي شورا هم هغه تصویب کړي.

د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون په وینا د افغانستان په جزایي قانون کې د بچه‎بازۍ په اړه خلاوې موجودې وې او په دې اړه چې له عاملینو سره‌یې څه ډول چلند وشي قانون واضح نه‌و.

د فرانس پرېس خبري اژانس د بچه‎بازي په اړه په یوه راپور کې چې په افغانستان کې کوم خلک دغه پدیده کاروي وایي، تر ډېره جګړه ماران، قومندانان، سیاستوال او د ځانګړو وسله‎والو ډلو غړي له بچه‎بازي کار اخلي، هلکان ګډوي او له هغوی سره جنسي اعمال ترسره کوي.

د فرانس پرېس په وینا معمولاً د لسو او اتلسو کلونو تر منځ له هلکانو د بچه‎بازي لپاره کار اخیستل کېږي.

د دوی اکثره‌یې تښتول کېږي یا هم د هغوی بې‌وزلې کورنۍ اړ کېږي چې خپل ماشومان وپلوري.

دا چې ولې دغه ناوړه پدېده په ټولنه کې دود ده او تر شا یې څه عوامل پراته دي، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د قانون د حاکمیت نشتوالی، فساد، عدالت ته محدود لاسرسۍ، بې‌سوادي، بې‌وزلي، نا امني او د وسله‎والو ډلو موجودیت هغه عمده عوامل دي چې د بچه‎بازي د عمل پراخېدو ته‌یې لاره هواره کړې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په افغانستان کي په بشپړه توګه د دغې ناوړه پدېدې د له‎منځه وړلو لپاره د دې کمېسیون او نورو لورو هڅې روانې دي، ښاغلی محمودي یې په اړه وایي:

"موږ په عین حال کې په ولایتونو کې دغه مسئله له نېږدې څارو چې د دا ډول قضیو په اړه موږ ته راپور راکول شي څو وکولای شو هغه وڅېړو او د اثبات په صورت کې یې د دولت د اقداماتو او د عدلي او قضايي ارګانونو د اجرأتو غوښتنه وکړو. د دې ترڅنګ د دې لپاره چې خلک له دغې ناوړه پدېدې خبر شي په وړاندې یې اقدام وشي. مدني ټولنې، د بشري حقونو ټولنو، د بشري حقونو مدافعینو او نړیوالو ټولنو دې مسئلې ته پام اړولی او موږ هیله من یو چې دغه هڅې یوه مؤثره نتیجه ورکړي."

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د بچه‎بازي قربانیان له ډېرو رواني ناروغیو ځورېږي ځکه پر دوی اغلباً جنسي تېری کېږي.

د لندن په چتهام هاوس تحقیقاتي انسټیټوټ کې څیړونکې چارولاتا هوګ وایي، د اکثرو هغو هلکانو چې د تېرې وحشتناکې بڼې یې تجربه کړي، د رغولو لپاره د خدماتو نشتوالي ته په پام سره سړی نه‌پوهېږي چې په دوی څه تېرېږي.

هوګ وایي، د ترلاسه کړو معلوماتو له مخې اکثره د بچه‎بازي هلکان چې غټېږي په خپله هلکان ساتي او په دې توګه له هلکانو د ناوړه استفادې دود دوام مومي.

د فرانس پرېس په وینا بچه‎بازي د افغانستان پر امنیتي وضعیت هم اغېز کړی او دغه پدیده د افغانستان د پولیسو او ملي اردو په لیکو کې هم لیدل کېږي چې ځیني وختونه وسله‎والو طالبانو هم د دوی په لیکو کې د نفوذ لپاره له دغې وسیلې کار اخېستی دی.

XS
SM
MD
LG