د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

فرانسې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سولې پر خبرو بیا ټینګار وکړ


د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون د پاریس په ایلیس ماڼۍ کې په خپله کتنه کې د منځني ختیځ پر مسایلو خبرې وکړې.

ښاغلي مکرون په دې کتنه کې د منځني ختیځ د سولې د بهیر د پیل لپاره چې له درېیو کلونو را په دې خوا ځنډيدلی دی د فلسطین او اسرائیلو د دوو دولتونو د جوړېدو له لارې- داسې چې بیت المقدس د فلسطین پلازمېنه وي، د فرانسې پر دایمي دریځ ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې څو میاشتې وروسته به د اسرائیلو په بلنه هغه هېواد ته سفر وکړي.

بیت المقدس چې اسرائیل او فلسطین دواړه یې د خپلو پلازمېنو په توګه غواړي، هغه لانجمنه موضوع ده چې په اړه یې له څو لسیزو راهیسې اوږده بحثونه شوي دي.

ښاغلي مکرون همدا راز وویل چې د لبنان د شیعه ډلې حزب‎الله د تجهیز له پلوه د اسرائیلو په اندیښنه کې شریک دی.

مکرون زیاته کړه چې فرانسه په لبنان کې د ټولو اقلیتونو حقونو ته په پام سره ثبات غواړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او بنیامین نتنیاهو
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او بنیامین نتنیاهو

له اسرائیلو سره د حزب‎الله اوږده دښمني وروسته له هغه لا زیاته شوه چې ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شو او د حزب‎الله د اصلي ملاتړ کوونکې ایران پرضد یې تُندې څرګندونې وکړې.

د حزب‎الله مشر تېره میاشت وویل چې دا ډله کولای شي د خپلو توغندیو په وسیله د اسرائیل ټول پوځي تأسیسات په نښه کړي.

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د هغو ګواښونو پر زیاتېدو اندیښنه وښوده چې د افراطي اسلامپالو ډلو له‎خوا اسرائیلو ته ورپېښ دي.

دی وايي:

"په دې وروستیو کې د هغو تُندلارو قوتونو پیاوړتیا وینو چې نه یوازې د یهودي تمدن بلکې د اسرائیلو د دولت ویجاړول غواړي. پر دې سربېره دوی غواړي هر هغه څوک له‎منځه یوسي چې د دوی په وړاندې درېږي که یهودان وي، که عیسويان یا مسلمانان ټول د دوی له وحشته زیانمن شوي دي. "

د نتنیاهو سفر د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال په فرانسه کې په ډله‎ییز ډول د یهودانو د نیولو له کلیزې سره برابر و.

په ۱۹۴۲ کال کې شاوخوا ۱۳ زره یهودان د نازي جرمني له لارښوونې سره سم په فرانسه کې ونیول شول او د پاریس د بایسکل ځغلولو یوه لوبغالي ته له لېږدېدو وروسته د اشویتز په نوم په پولنډ کې د ډله‎ییزې وژنې کمپ ته واستول شول.

XS
SM
MD
LG