د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

مسافرین: د کندز– تخار پر لویه لار لا هم امنیتي ګواښونه موجود دي


د کندز– تخار د لویې لارې یو زیاد شمېر مسافر او موټر چلوونکي شکایت کوي چې د دغې لارې په اوږدو کې لا هم امنیتي ګواښونه موجود دي او خلک د تګ را تګ پر مهال د خوندي امنیت احساس نه کوي.

د موټر چلوونکو او مسافرو په وینا، پر دغې لارې ډېری وخت وسله‎وال مخالفین د خان‎اباد ولسوالۍ اړوند سیمو کې موټرونه تلاشي کوي او خپلو اهدافو پسې کرځي او د دې تر څنګ، وخت نا وخت بیا نامسؤل وسله‎وال هم پر دغه لار د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړوي.

دوی وایي:

"د کندز– تخار په لویه لاره لا هم امنیتي ګواښونه موجود دي او هره ورځ وسله‎وال مخالفین د دغې لارې په بېلابېلو سیمو کې چېک پاینټونه جوړوي او هغه کسان چې د دوی د اهدافو لاندې وي، له موټرو څخه یې ښکته کوي او له ځانونو سره یې بیايي."

"د کندز- تخار په لار کې ستونزې شته، طالبان سړک ته را وځي، موټرونه تلاشي کوي او غیرمسؤل وسله‎وال هم پر دغه لاره پر وسله‎والو غلاو او سړي تښتونو لاس پورې کوي، دولت باید د دغې لارې امنیت ته جدي توجه وکړي."

"وروره! موږ پر دغه لار د سفر پر مهال د خوندېتوب او امنیت احساس نه کوو، ځکه وخت نا وخت سړک ته طالبان را وځي، موټرونه تلاشي کوي او همداراز نامسؤل وسله‎وال هم د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړوي."

دغه خلک د کندز له سیمه‎ییزې ادارې غواړي چې د دغې لارې په اوږدو کې پوستې بېرته فعاله کړي، همداراز د کندز په خان‎اباد ولسوالۍ کې د خپلسرو وسله‎والو مخه ونيسې، څو خلک پر دغه لار په ارامه فکر تګ را تګ وکړي.

بل‎خوا د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي بیا وايي چې د دغې لارې په اوږدو کې امنیتي پوستې فعاله دي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې د امنیتي پوستو په شمېر کې به زیاتوالی راولي.

د کندز امنیه قوماندان عبدالحمید حمیدي
د کندز امنیه قوماندان عبدالحمید حمیدي

ښاغلي حمیدي زیاته کړه:

"د دغې لارې په اوږدو کې فعاله پوستې بسنه نه کوي او موږ پلان لرو چې د دغې لارې په اوږدو کې یو شمېر غیر فعاله پوستې بېرته فعاله کړو، څو خلک پر دغه لاره په ارامه فکر سفر وکړي."

د کندز– تخار لویه لاره د کندز پر خان‎اباد ولسوالۍ تیره شوې ده، خو خلک وايي چې د دغه ولایت په کچه زیات شمېر خپلسري وسله‎وال په نوموړې ولسوالۍ کې شتون لري او وخت نا وخت د دغې لارې په اوږدو کې پر وسله‎والو غلاو او سړي تښتونو لاس پورې کوي او همداراز د دغې لارې په اوږدو کې د سړک دواړو خواو ته په نېږدې کلیو کې بیا وسله‎وال مخالفين شتون لري چې وخت نا وخت پر دغه لار موټرونه تلاشي کوي او خپلو اهدافو پسې ګرځي چې دې مسئلې خلکو ته ډېرې اندېښنې زېږولي دي.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG