د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

په پاړاچنار کې غبرګو چاودنو ۱۰ کسان ووژل او تر ۵۰ زیات يې ټپیان کړل


افغان پولي ته څېرمه د کورمې ایجنسۍ په مرکز پاړاچنار کې غبرګي بمي چاودنې شوي چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

پاکستاني رسنۍ د پاړاچنار کې د ځايي حکومت چاراکیو په حواله وايي چې دا چاودنې د جمعې په ورځ مازیګر په پاړاچنار بازار کې هغه مهال شوي چې خلکو د اختر لپاره سوداګانې اخیستې او په بازار کې زښته زیاته ګڼه ګوڼه وه.

چارواکي وايي چې په دغو چاودنو کې تر دې دمه لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات تپيان دي چې د درملنې لپاره روغتونونو ته وړل شوي دي، خو د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د پاړاچنار چارواکیو لا تر دې دمه د دغو بریدونو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي چې آیا دا ځانمرګي بریدونو ول او یا بمي چادونې؟.

XS
SM
MD
LG