افغانستان
دفاع وزارت: د هېواد بېلابېلو برخو کې ۳۴ مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاعي چارواکي وايي، د پرون راهیسې یې په بېلابېلو ولایتونو کې د تهاجمي عملیاتو په ترڅ کې ۳۴ وسله وال وژلي دي.
د دفاع وزرات په هغې خبرپاڼې کې د چې د جمعې سهار یې خپره کړې د اتلس نورو وسله والو د ټپي کېدو هم ویل شوي.
دفاع وزارت وايي، د دې پوځي عملیاتو په ترڅ کې د هلمند په مارجې کې شل تنه وسله وال ترهګر وژل شوي دي.
د ننګرهار پچیر اګام کې یې د داعش د شپږ وسله والو د وژل کېدو او ۱۲ د ټپي کېدو خبر ورکړی، د کندهار په شا ولي کوټ کې یې د پنځو طالب وسله والو د وژل کېدو او د غزني په ګیلان کې یې د ۳ وسله والو د وژل کېدو او شپږ د ټپي کېدو ویلي.
په خبر پاڼه کې راغلي چې دا عملیات د پلي ځواکونو له خوا د هوايي او توپچي ځواک په ملاتړ شوي دي.
په دې عملیاتو کې حکومتي لورې ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه خبرپاڼه کې څه نه دي ویل شوي.
وسله والو طالبانو او د داعش ډلې د دفاع وزارت پر دې خبرپاڼې تبصره نه ده کړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا په مېجر کرکټ لیګ کې د نور احمد ټیم بریا خپله کړه

نور احمد په تکزاس سوپرکینګز کې لوبیږي. دغه ټیم سیاټل لوبډلې ته ماته ورکړه. تکزاس ۱۵۳ منډې کړې وې او د سیال ټیم ټول لوبغاړي یې په ۶۰ منډو اوټ شول.
افغان لوبغاړي نور احمد د خپل ټیم په ګټه په دریو اوورنو کې ۱۸ منډې ورکړې او دری مهم لوبغاړي یې اوټ کړل.
په میجر لیګ کې بل افغان لوبغاړي نوین الحق بیا په ممبی نیویارک لوبډله کې لوبیږي. هغه خپله وروستۍ لوبه کې دوه ویکټې واخیستې خو ټیم یې لوبه وبایلوده.
په مېجر لیګ کې سږ کال د افغانستان مشهور لوبغاړی راشد خان نه لوبیږي. راشدخان چې د هند په غوره لیګ کې د تېرو کلونو په نسبت ښه ونه ځلېد د زیاتو تمرینونو په هدف سږ کال مېجر لیګ ته نه دی تللی.
نږدې ۵ میلیونه افغانان سږکال لومړیو دریو میاشتو کې طبیعي پېښو اغېزمن کړي

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې نږدې پنځه میلیونه افغانان، یا د هیواد د نفوس لس سلنه، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې له چاپیریالي ناورینونو اغیزمن شوي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه نوي راپور کې وویل چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې شاوخوا ۱۷۵۰۰۰ افغانان اکثر د طبیعي پېښو له امله له خپلې اصلو مېنو کډې ته اړ شوي.
د راپور له مخې، د افغانستان ډیری برخې د ژمي او پسرلي په لومړیو کې وچکالۍ، درنې واورې او سیلابونه ځپلي دي.
له دې مخکې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ویلي وو چې د طبیعي پیښو په وړاندې د افغانستان زیانګالو او د څلورو لسیزو جګړو له امله د اقلیم بدلون منفي اغیزې په هیواد کې لویې اقتصادي ننګونې رامینځته کړې دي.
د طالبانو یو پلاوی د روسیې سنټ پټرزبورګ ته تللی دی

د طالبانو د کرنې د وزیر عطاالله عمري په مشرۍ یو پلاوی د روسیې د ۲۰۲۵ کال اقتصادي کانفرانس کې د ګډون په موخه سنټ پټرزبورګ ته روان شوی دی.
د روسیې تاس خبري اژانس د افغانستان د کورنیو رسنیو په حواله تېره شپه دغه خبر خپور کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس هم د کرنې وزارت د خبرپاڼې پر اساس لیکلي چې یاد پلاوی د جون له اتلسمې تر ۲۱مې پورې د روسیې اقتصادي کانفرانس کې ګډون کوي.
خبر کې راغلي چې اقتصاد، چاپیریال ساتنه، کرنه، سوداګري، صنعت، پانګونه او د تجربو شریکول به د دغه کانفرانس د بحث وړ مسلې وي.
روسیه له طالبانو سره په سیمه کې ښه تعامل لري او په دې وروستیو کې یې اعلان وکړ چې د طالبانو سفیر یې هم منلی دی.
ولکر تورک: طالبانو د ښځو او نجونو د حذفولو تګلارې ته دوام ورکړی دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ولکر تورک وایي، د افغانستان واکمنانو له عامه ژونده د ښځو او نجونو د حذفولو تګلارې ته دوام ورکړی دی.
تورک د بشري حقونو د شورا ۵۹مې غونډې ته په وینا کې ویلي، د افغان ښځو غږ له کوره بهر غلی کړای شوی او دوی له لوړو زده کړو او ډيرو برخو کې له کارکولو محروم شوی دی.
دغه غونډه چې نن دوشنبه په جینوا کې پيل شوه، د جولای تر نهمې نیټې پورې به دوام ولري.
نړیوالو بشري ادارو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه ورته اندیښنې ښودلي، خو تراوسه د طالبانو په تګلارو کې کوم شاتګ نه ترسترګو کیږي.
طالبانو نژدې څلور کاله وړاندې واک ته له رسېدو وروسته د تعلیم او تحصیل، کار، ټولنیزو چارو او سفر په برخه کې پر نجونو او ښځو محدودیتونه ولګول.
طالبان: د ټولنیزو رسنیو جعلي حساب درلودل او له دغو ادرسونو د خلکو ګواښل او سپکول ( جرم) دی

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خبرداری ورکړی چې له دې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې جعلي حساب درلودل، د دوی د قوانینو له مخې جرم ګڼل کیږي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) یې خپره کړې ویلي چې د ټولنیزو رسنیو له شخصي او جعلي حسابونو څخه نورو ته " ګواښ، سپکاوی، ځورونه او د ستونزو جوړول هم جرم ګڼل کیږي".
وړاندې راغلي، که څوک دغه سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، له جدي قانوني چلند سره به مخامخ شي.
تر دې وړاندې دغه وزارت د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته ویلي و چې که له دغو پاڼو " نامشروع او غیر اخلاقي" استفاده وکړي، قانوني چلند به ورسره وکړي.
د طالبانو مالیې وزارت وایي، له ایران سره ګمرکي او سوداګریزې چارې عادي مخته ځي

د طالبانو د حکومت مالیې وزارت وایي چې له ایران سره د دوی سرحدي او ګمرکي چارې په عادي ډول روانې دي.
دغه وزارت پرون یکشنبه ( د غبرګولي ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګمرک او سوداګرۍ چارې له کوم خنډ پرته دوام لري.
دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ یو پر بل بریدونو زور اخیستی دی.
د طالبانو مالیې وزارت ویلي، یوازې د شنبې په ورځ د ابو نصر فراهي او نیمروز ګمرکونه او د ایران خواته ګمرکي فعالیتونه تړلي و، خو یکشنبه بیرته پرانستل شول.
ایراني چارواکو د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشته کې د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه کچه شاوخوا څلور میلیارده ډالره یاده کړې وه.
قزاقستان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی

قزاقستان خپل یو ډيپلومات یرکین توکوموف د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه ګمارلی دی.
د قزاقستان رسنیو نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) لیکلي چې دغه ګمارنه د ولسمشر قاسم جومارت توقایف له خوا شوې ده.
د قزاقستان ولسمشرۍ ماڼۍ توکوموف یو تجربه کار ډيپلومات یاد کړی چې د ولسمشر تر څارنې لاندې یې د قزاقستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په دفتر کې کار کړی دی.
قزاقستان له تېرو نژدې څلورو کلونو راهیسې له طالبانو سره نژدې اړیکې ساتلي دي.
دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې کړل.
طالبان وايي ایران کې د افغان کډوالو د ژوند د ساتلو لپاره هڅې کوي

د ایران او اسراییلو د بریدونو په زیاتیدو سره، د طالبانو حکومت وايي چې په ایران کې د افغان کډوالو د ژوند د ساتنې لپاره هڅې کوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د دې هدف لپاره له ایراني چارواکو سره په تماس کې دي.
د طلوع نیوز شبکې په راپور، مجاهد زیاته کړه چې که اړتیا وي، د افغان کډوالو د زیان د مخنیوي لپاره حل لارې په پام کې نیول شوي دي. مجاهد جزییات نه دي ورکړي چې د طالبانو حکومت کومې حل لارې په پام کې لري.
اوس مهال، میلیونونه افغانان په ایران کې ژوند کوي.
د ایران په مختلفو برخو باندې د اسراییلو د هوایي بریدونو له پیل وروسته، یو شمیر افغان کډوالو د ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپل امنیت په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړې ده.
که څه هم ازادي راډیو په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی خو په خواله رسنیو ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې ښکاروي ګڼ کسان له ایرانه د وتلو او افغانستان ته د تلو په هڅه کې دي.
طالب چارواکو له یوه چینايي سیلاني سره د ناسم چلند په خاطر یو کس نیولی دی

د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر په خپله ایکس پاڼه باندې د فیاض الدین په نوم د یوه کس د نیولو خبره تایید کړې.
هغه ویلي چې نیول شوي کس د اختر په ورځ په جلال اباد کې له یوه چینايي وګړي سره غیر مناسب حرکت ترسره کړی وو.
په رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې ښکاروي په موټر کې ناست چینايي وګړی د یوه افغان ځوان له خوا ځورول کېږي او څو واره یې په مخ او سر لاس وهي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ګڼ چینايي سیلانیان افغانستان ته سفر کوي. طالبان هم له چین سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو په هڅه کې دي.
ملګري ملتونه؛ نړیوال دې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي

ملګروملتونو له نړیوالو غوښتي چې په افغانستان کې د خوارځواکي د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام، د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق، د خوړو او کرنې او د روغتیا نړیوال سازمانونو نن یکشنبې د (جون۱۵مه) په یوې ګډه اعلامیه کې پر نړیوالو غږ کړی چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې نژدې څلور میلیونه ماشومان په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته دي چې نژدې دوه میلیونه يې له شدیدې خوارځواکۍ کړیږي.
د دغه سازمان د راپور له مخې افغانستان د هغوو پنځلسو هېوادونو په سر کې دی چې ښځې او ماشومان په کې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د افغانستان اقتصادي بحران، وچکالي او د خوړو نه خوندیتوب د ښځو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکي عمده لاملونه دي.