د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

دفاع وزارت د واشنګټن ټایمز ځواب کې: افغان ملي ادو پوره وړتیا لري


د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ملي اردو پیاوړې ده او د دې وړتیا لري چې د جګړې په ډګر کې وسله والو مخالفین وځپي.

دفاع وزارت د واشنګټن ټایمز د هغه راپور په غبرګون کې چې د یوې پیاوړې افغان ملي اردو په جوړولو کې يې د امریکا د پاتې راتلو خبره کړې وايي چې د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو مناسبه اردو لري.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل؛ که څه هم په بېلابېلو برخو کې ستونزې شته، خو افغان ملي اردو د دې جوګه ده چې د مخالفینو سره په مېړانه وجنګېږي.

وزیري: نړیوال باید افغان ملي اردو سره د تجهیزاتو برخه کې مرسته وکړي.
وزیري: نړیوال باید افغان ملي اردو سره د تجهیزاتو برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"له یوې خوا موږ اردو جوړوو، جلب او جذب کوو، وسله وال پوځ په وسلو سمبالوو نو له بلې خوا په افغانستان کې ډېره سخته جګړه ده، تاسې یو هېواد ماته وښایئ چې په دغسې جګړه ییزو حالاتو کې يې خپله اردو هم جوړه کړې وي او جګړه يې هم کړي وي نو ستونزې به وي موږ له ستونزو سترګې نه پټوو."

ښاغلی وزیري وايي چې باید نړیوال د افغان ملي اردو د تجهیز او تمویل په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن ټایمز امریکايي ورځپاڼې په خپلې وروستې ګڼې کې لیکلي چې امریکا په افغانستان کې د یوه ځواکمن پوځ په جوړولو په چاره کې پاتې راغلې.

ورځپاڼې ویلي چې د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان د جګړې په لومړیو ۱۳ کلونو کې په دغه هېواد کې نېږدې ۷ سوه میلیارډه ډالره پیسې لګولي خو د ورځپاڼې په باور لا هم افغان امنیتي ځواکونه د بشري ځواک، وسلو او روزنې په برخو کې نیمګړتیاوې لري.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون یو شمېر غړي وايي، امریکا لکه څنګه چې پکار وه افغان ځواکونه يې نه دي تجهیز کړي.

د دغه کمېسیون غړي خالد پښتون ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال وسله وال مخالفین له ملي اردو پیاوړې وسلې لري چې د جنګ په لومړیو کرښو کې يې امنیتي ځواکونو ته سرخوږی جوړ کړی دی.

پښتون:د تجهیزاتو په برخه کې د ملي اردو شکایتونه زیات دي.
پښتون:د تجهیزاتو په برخه کې د ملي اردو شکایتونه زیات دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د تجهیزاتو په برخه کې د ملي اردو شکایتونه تر حد زیات دي، هغه تجهیزات چې مخالفین يې لري زموږ اردو يې نه لري، نو همدا علت دی چې د هغوی په وړاندې په اکثره محاذونو کې دوی شاته راځي او هغه پرمختګ چې باید ويې کړي نه يې شي کولای نو زه فکر کوم هغه کمبود تات چې په ملي اردو کې موجو دي باید دوی يې پوره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې ښايي ډېر ژر د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان په اړه خپلې نوې ستراتیژي اعلان کړي او تمه ده چې یو شمېر سرتېري افغانستان ته راواستوي، خو د پوځي چارو کارپوهان وايي ښه به وي چې امریکا افغانستان ته د سرتېرو د استولو پرځای افغان ځواکونه تجهیز کړي.

خالد پښتون وايي، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د نړیوال ترورېزم د ماتې په هدف د هوايي ځواک او توپچي په برخو کې افغان امنیتي ځواکونه تجهیز کړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG