د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

ښکاري چې ټرمپ د قطر د منزوي کېدو په برخه کې خپل دریځ بدل کړی


پر عربي هېوادونو د یووالي په ټینګار سره داسې ښکاري چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د قطر د منزوي کېدو په برخه کې خپل دریځ بدل کړی دی.

وروسته له هغه چې عربي هېوادونو له قطر سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې، ولسمشر ټرمپ د دې کار ستاینه کړې وه او ویلي یې و چې دا تحریم ښیي چې د ترورېزم د مالي سرچینو د وچولو په برخه کې د ده مشورې له وړاندې کار کړی دی.

هغه مشورې چې ښاغلي ټرمپ ریاض ته د تېرې میاشتې د سفر پر مهال ورکړې وې.

ولسمشر ټرمپ د جون پر شپږمه د سعودي عربستان له پاچا سره د دوحې د منزوي کېدو پر خلاف څرګندونې کړې دي.

نوموړي ملک سلمان ته ویلي چې د خلیج همکارۍ سازمان ته چې قطر یې هم یو غړی دی، د یووالي راوستل د ترورېزم د ماتولو او سیمه‌ییز ثبات لپاره مهم دی.

سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر ټرمپ او ملک سلمان پر دې خبرې وکړې چې څه ډول کولای شي د ترورېستي سازمانونو د مالي سرچینو مخه ونیسي او د سیمې په هر هېواد کې د تُندلارۍ د پرمختګ مخه ونیسي.

سعودي عربستان، مصر او نور هغه عربي هېوادونه چې له دوحې سره‌یې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي وایي، د قطر پالېسیو د ترورېزم او نورو تُندلارو ډلو لکه اخوان‌المسلمین او نورو ایران‌پلوه شیعه ډلو د مالي تمویل ملاتړ کاوه.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني پرون له «سي. ان. ان» خبري شبکې سره په خبرو کې د ترورېستي ډلو د ملاتړ تور رد کړ.

ښاغلی الثاني زیاته کړه:

"د قطر له‎خوا د النصره جبهې یا القاعدې یا کومې بلې ترورېستي ډلې هېڅ ملاتړ نه‎دی شوی. کوم کار چې موږ یې په سوریه کې له خپلو متحدینو سره کوو، د رژیم د وسله‎والو مخالفو ملاتړ دی ځکه زموږ دریځ دا دی چې په سوریه کې د خلکو له حقونو ملاتړ وکړو، د عدالت او د هغوی د ازادانه ژوند لپاره. هغه تورونه چې پر موږ لګول شوي د ناسمو معلوماتو پر اساس دي، موږ فکر کوو ټول بحران پر ناسمو معلوماتو ولاړ دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته وړاندې ویلي و چې سره له‎دې چې په قطر کې ۸۰۰۰ امریکایي سرتېري حضور لري، خو واشنګټن به د دوحې او نورو عربي هېوادونو تر منځ د دې راپورته شوې ستونزې په برخه کې منځګړیتوب ونه‎کړي.

هغه‌یې دلیل دا ښودلی و چې بهتره دا ده چې د سیمې هېوادونه خپلمنځي ستونزه په‎ خپله حل کړي.

دغه چارواکي ویلي، کوېټ او ترکیې دواړو وړاندیز کړی چې د دې ستونزې د هواري لپاره منځګړیتوب وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، قطر له وړاندې هم د ترورېستي ډلو د مالي تمویل د مخنیوي لپاره په خپلو سرحدونو کې کار کړی دی، خو وایي لا نور کار ته هم اړتیا ده.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې له قطر سره د عربي هېوادونو د اړیکو سمولو لپاره دوحه باید څو ګامه واخلي چې یو یې د فلسطین یاغي ډلې حماس او اخوان‌المسلمین څخه د دوحې د ملاتړ ختمول دي.

XS
SM
MD
LG