د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

واشنګټن ایګزاماینر: امریکا په افغانستان کې بیا هم هغه خطا کوي؟


واشنګټن ایګزاماینر مجلې په خپله وروستي ګڼه د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې عنوان يې دی: ایا امریکا په افغانستان کې بیا هم هغه خطا کوي؟

واشنګټن ایګزاماینرپه دې مقاله کې د هارورډ پوهنتون د پروفیسور سټیفن والټ دا پوښتنه مطرح کړې چې افغانستان ته د نورو سرتېرو له استولو څخه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هدف څه دی؟

مجله وايي، دا پوښتنه افغانستان ته له درېیو نیولې تر پینځو زرو د اضافي سرتېرو د استولو په اړه د ولسمشرټرمپ د ادارې پیشنهادونو ته په پام مطرح شوې ده.

په مقاله کې راځي:

ولسمشرټرمپ امریکايي قوماندانانو ته پراخ صلاحیت ورکړی چې افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو په اړه پریکړه وکړي او د مقالې د لیکوال سټیفن والټ په وینا ولسمشرټرمپ ښايي په دې لړ کې د پنټاګون له‎خوا وړاندې کیدونکی هر پیشنهاد لاسلیک کړي.

ستیفن والټ لیکي:

که ټرمپ افغانستان ته د نورو سرتېرو استول منظور کړي نو دا به هم هغه خطا وي چې د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما کړې وه.

واشنګټن ایګزاماینر د پروفیسور والټ په حواله لیکي:

د افغانستان اوسني وضعیت هم هغه شان دی څرنګه چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د اوباما د واکمنی پرمهال و او دا حالت ښيي چې امریکا څومره هم پیسې ولګوي افغانستان نه باثباته کیږي.

پروفیسور والټ زیاتوي:

که څه هم د اشرف غني حکومت د حامد کرزي د واک په مقایسه امریکا سره دوستانه اړیکه لري خو اداري فساد، سیاسي ستونزې او د انتخاباتو د ترسره کولو په پروسه کې ځنډ افغانستان په هم هغه حالت کې درولی چې په ۲۰۰۹ کال کې يې دا هېواد شاهد و.

په مقاله کې راځي چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۷ میلادي کال د افغانستان په وضعیت کې یوازینی توپیرد اضافي استونکو سرتېرو شمېر دی.

واشنګټن ایګزاماینر زیاتوي:

د امریکا د دفاع د وزارت چارواکو چې د افغانستان پر سټراټیژي کار کوي هېڅ داسې قانع کوونکی سپیناوی نه‎دی وړاندې کړی چې وښيي دوی ولې ګمان کوي چې په پینځو زرو اضافي سرتېرو به هغه کار وکړي چې ۱۴۰ زرو سرتېرو ونه‎شو کړای.

مجله د پروفیسور سټیفن والټ دا خبره هم نکل کړې چې وايي، ستونزه د سرتېرو په شمېر، د هغوی د استولو په مهالویش او یا د جګړې د ښکیلتیا په څرنګوالي کې نه‎ده بلکې اصلي مشکل په افغانستان کې د دولت جوړونې ناکامه سټراټیژي ده.

فارن افیرز:

فارن افیرز خپرونه د افغانستان په اړه لیکي چې د پینځو میاشتو ارزونو وروسته لوړ رتبه امریکايې چارواکو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته پیشنهاد کړی چې افغانستان ته څو زره نور سرتېري واستوي.

خو فارن پالیسي د کارپوهانو په حواله وايي چې یوازې د اضافي سرتېرو استول سټراټیژي نه جوړوي بلکې پکارده چې دا کار د افغانستان په اړه د یوې منسجمې سټراټیژۍ په چوکاټ کې وشي.

فارن پالیسي لیکي:

دا مهال پر څلور سټراټیژیو غور کیدی شي چې دولت جوړونه، روغه جوړه، د وسله‎والو د فعالیتونو مهارول او د ځواکونو ځای پرځای کول.

د فارن پالیسي په لیکنه له دې جملې څخه هره سټراټیژي خپل ځانګړي اهداف، د بري تیوري، لګښتونه او خطرونه لري.

د مطلب په پای کې راځي چې د ډونالډ ټرمپ اداره باید هره سټراټیژي جلا-جلا وڅېړي او د مثبتو پایلو په نظر کې نیولو سره يې سختې پریکړې وکړي.

فارن پالیسي لیکي دا پریکړې باید افغانستان ته د نورو امریکايي او ناټو سرتېرو تراستولو مخکې وکړي.

XS
SM
MD
LG