د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

 ښځینه مدافع وکیلانې زیانمنو مېرمنو سره کومې مرستې کولای شي؟ 


په افغانستان کې څومره ښځینه مدافع وکیلانې فعالیت کوي، دوی د کار په جریان کې له کومو ستونزو سره مخ دي اوښځینه مدافع وکیلانې دزیانمنو مېرمنو د دوسیو په څېړلو کې څه مرستې کولای شي؟

کله چې په افغانو کورنیو کې له یوې ښځې سره ظلم او زور زیاتی کېږي،د دود دستور له مخې ښځه باید زغم ولري او دا هرڅه تحمل کړي یا ډېری کورنۍ د مېرمنو اړوند ستونزې د جرګو او مرکو له لارې حلوي چې ډېر ځله د ښځو په برخه کې حق حقدار ته نه رسېږي.

اوس هم په ځینو سیمو کې افغانان د کورنیو ستونزو د اواري لپاره قضایي رسمي اواری ښه نه ګڼي او دا یو ډول شرم بولي خو ګڼې ښځې چې نورې ټولې لارې یې پر مخ وتړل شي نو د خلکو پېغورونه په ځان مني او د خپل حق غوښتنه کوي.

په افغانستان کې چې زیاتره ښځې نالوستې دي نو ګڼې ښځې په دې نه پوهېږي چې د خپلو حقوقي ستونزو د اواري او یا د تاوتریخوالي په صورت کې څنګه ځان تر عدلي او قضایي ادارو ورسوي، خپله قضیه څنګه پرمخ بوځي او په افغانستان کې عادلانه عدلي او قضایي نظام ته د مېرمنو نه لاس رسی هم بله جدي ستونزه ده چې ګڼې افغان مېرمنې ورسره مخ دي.

د ښځو قضیو سره دوه ګونی چلند، اداري فساد، د ښځو د قضیو د تعقیب او څېړلو په خاطر له دوی څخه ناوړه غوښتنې هم لوی مشکل دی.

په دغسې مواردو کې د ښځینه مدافع وکیلانو پرته ښځو ته ډېره ګرانه ده چې عدالت ته لاسرسی پيدا کړي:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:21 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG