د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

افغان کارپوهان: د سرتېرو ډېرول به د امریکا د نوې ستراتیژۍ برخه وي


افغانستان ته د نویو امریکايي عسکرو استول ښايي د کابل لپاره د واشنګټن د نوې ستراتیژۍ برخه وي.

د واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز په ګډون یو شمېر امریکايي رسنیو تازه راپورونه ورکړي چې د دغه هېواد یو شمېر چارواکي افغانستان ته د ۳۰۰۰ اضافي امریکايي سرتېرو د استولو غوښتونکي دي.

په دې اساس که دا طرحه د امریکا د دولت د تائيد وړ وګرځي نو په افغانستان کې امریکايي ځواکونه کولای شي وسله‌وال طالبان د هوايي حملو هدف وګرځوي.

د امریکا رسمي سرچینو تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغان پوځي کارپوهانو په باور د افغانستان اوسني امنیتي وضعیت ته په کتو پکار ده چې امریکا نور اضافي سرتېري دې هېواد ته راواستوي.

د دې کارپوهانو له ډلې جاوید کوهستاني وايي چې د سرتېرو ډېرول د امریکا لپاره وروستۍ لار ده چې د افغانستان اوسني امنیتي حالات پرې کنټرول کړي.

کوهستانی: د سرتېرو ډېرول د امریکا لپاره وروستۍ لار ده.
کوهستانی: د سرتېرو ډېرول د امریکا لپاره وروستۍ لار ده.

نوموړی وايي:

"اوس‌مهال دغه موارد ډېر مهم دي چې د امریکا متحده ایالاتو تر لاس لاندې نیولي چې لږ تر لږه د خپلو ځواکونو زیاتوالی دی چې دې سره امریکا غواړي د افغانستان وضعیت کنټرول کړي، بل‎خوا داسې وضعیت راغلی چې د امریکا سیالو هېوادونو وسله‎والو طالبانو ته د مرستې لاس وراوږد کړی."

د رپوټونو پر اساس ټاکل شوې امریکا د روانې میلادي میاشتې تر ۱۵مې نېټې د افغانستان لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړي.

تر دې دمه ښکاره نه‎ده چې د امریکا په دې ستراتیژۍ کې به کوم موارد شامل وي خو افغان دولت له دې وړاندې ویلي وو، هیله ده واشنګټن د افغان حکومت وړاندیزونه او لومړیتوبونه په پام کې ونیسي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته ویلي و، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د هوايي ځواکونو پیاوړي کول او تجهیز، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې د څلور کلن پلان عملي کول او د دغو ډلو په ځانګړي ډول داعش له‎منځه وړل د افغان دولت د لومړیتوبونو یوه برخه ده.

امریکا په داسې حال کې د افغانستان لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلانوي چې په وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‎والو مخالفینو تر منځ جګړو زور اخیستی.

په روان کال کې د بدخشان د زیباک او د کندز د قلعه‎زال ولسوالیو سقوط هغه امنیتي موارد دي چې د خلکو اندېښنې يې زیاتې کړي دي.

یو شمېر سیاستوال په دې اند دي چې د امریکا نوې ستراتیژۍ کې پوځي برخې ته ځای ورکول کولای شي چې د افغانستان د یو شمېر سیمو او ولسوالیو د سقوط مخنیوی وکړي خو په ټوله کې د جنګ د ختمولو برخه کې ګټوره نه‌ده.

د افغانستان د نوې ملي جبهې رئیس انوارالحق احدي
د افغانستان د نوې ملي جبهې رئیس انوارالحق احدي

د افغانستان د نوې ملي جبهې رئیس انوارالحق احدي د سې شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"امریکا دې له پوځي پلوه افغان دولت پياوړی کړي چې سقوط ونه‌کړي، باید ورسره په خوا کې یوه سیاسي حل لاره هم ولټوي، هڅې دې وکړي چې په سوله‎ییزه توګه یوه سیاسي حل لاره پیدا کړي، څو په جګړه کې ښکېلې خواوې په‌کې مذاکرات وکړي، هیله ده چې د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې دا موارد شامل وي."

بل‎خوا د افغانستان پخوانی دفاع وزیر شهنواز تڼی په دې نظر دی چې افغان امنیتي ځواکونه د امریکا مرستو ته اړتیا لري او باید افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه تجهیز او تمویل شي.

ښاغلي تڼي نن سې شنبه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې باید د افغان پوځ تمویل او تجهیز ته لومړیتوب ورکړل شي خو د جنګ مشري باید افغان قوماندانان په غاړه ولري.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG