د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

د بدخشان زېباک ولسوالۍ بېرته نيولو لپاره عمليات څنګه روان دي؟ 


د بدخشان والي مرستيال ګل محمد بېدار.
د بدخشان والي مرستيال ګل محمد بېدار.

د افغانستان د لوى درستيز او په بلخ کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو په رهبرۍ د بدخشان د زېباک ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره شديده جګړه روانه ده.

د بدخشان چارواکي وايي تمه لري چې په درې-څلورو ورځو کې به زېباک ولسوالي له وسله والو مخالفینو بېرته ونيسي.

د دولت وسله والو مخالفینو دغه ولسوالي اته ورځې مخکې ونيوله.

دا په داسې حال کې ده چې وسله وال مخالفین له اوږدې مودې راهيسې پر وردوج او يمګان ولسواليو هم کنټرول لري.

ويل کېږي په بدخشان کې تر ٢٠٠ ډېر بهرني اتباع د دولت د وسله والو مخالفینو په ليکو کې د افغان قواوو پرضد جنګېږي.

صالح محمد صالح د بدخشان د والي له مرستيال ګل محمد بېدار څخه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې، د زېباک ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره عمليات څنګه روان دي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00

XS
SM
MD
LG