د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

ننګرهار چارواکي وايي اچین کې یې ۱۵ سمڅې له داعشيانو پاکې کړي


شاوخوا یوه میاشت کېږي چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پرضد د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ هوايي او ځمکني عمليات روان دي.

دا چې په دې ولسوالۍ کې څومره سیمه له داعشيآنو پاکه شوې او د هغوی څومره پټنځایونه ویجاړ شوي، د یکشنبې په ورځ د اچین ولسوالۍ د مامند تنګي او اسدخېلو کلي ته لاړو، کوم ځای کې چې د بمونو مور په نوم لوی بم غورځول شوی و.

په دې سیمه کې د بم د غورځېدلو نور علائم نه ښکاري، یوازې په ۵۰ میټرۍ کې یې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړې او ونې سوځېدلي بریښي.

په اچین ولسوالۍ کې د افغان خاصو ځواکونو د ټولي قوماندان حاجي بېګ راته وويل، دوی شاوخوا اووه کیلو‎مټره سیمه له داعشيانو پاکه کړې او اوس هم د مامند تنګي هاخوا غاړه کې په عملیاتو بوخت دي.

دی وایي:

"تاسو ګورئ، په دا مخامخ ځای باندې د بمونو مور استعمال شوې، هلته د داعشيآنو قرارګاه وه، له دې ځایه د مجاهدینو په وخت کې او بیا د داعشيانو په وخت کې د قرارګاه په توګه استفاده کېده او اوس لپاره زموږ عملیات د مامند تنګي په سیمه کې مخته روان دي او هدف چې راکړل شوی، د پآکستان سره د ډېورنډ کرښې پورې په نېږدې وخت کې به دا سیمې پاکې کړو."

د همدې لویو سمڅو شاوخوا نېږدې سیمو کې نورې وړې سمڅې هم موجودې وې.

د اسدخېلو په کلي کې یوې لويې کلا ته ورغلو، د دې کلا دننه عادي کوټې وې؛ خو د کوټو دننه بیا وړه سمڅه وه چې د حاجي بېګ په خبره، په دې سمڅه کې د داعش وسله والو مهم مشران سره راټولېدل او له همدې ځای به يې د جګړې سوق او اداره کوله.

دی وايي، تر اوسه شاوخوا ۱۵ داسې وړې سمڅې چې له هغوی به داعشيانو استفاده کوله نیولې دي.

حاجي بېګ زیاته کړه:

" له دې سمڅې نه هم اوږدې سمڅې دي چې د ۱۵ په شاوخوا کې دي په راتلوونکې کې به يې تاسو وګورئ له دې سمڅو نه دوی د سنګر په توګه، د قرارګاه په توګه او ان د اوسېدو لپاره هم استفاده کوله چې د دوی جامې هر څه ورنه پاتې دي."

په اچین ولسوالۍ کې د خاصو ځواکونو مسؤلین وايي، دوی ته د ډېورنډ تر کرښې پورې هدف ورکړل شوی او په خبره يې، ډېر ژر به نورې سیمې هم له داعش وسله والو پاکې کړي.

د دوی په خبره هغه ساحه چې دوی له داعشيانو پاکوي، ملي او محلي پولیسو ته سپاري.

شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG