د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

ولسمشر ټرمپ اردوغان ته د ټول‎پوښتنې د بریا مبارکي ورکړه


سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته ټیلیفون وکړ او د هغې ټول‎پوښتنې د بریا له کبله‌یې مبارکي ورته وویلې چې د ولسمشر په توګه د ده صلاحیتونه زیاتوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د اروپايي ټولنې د انتخاباتو د څار ټولنې او د ترکیې د اپوزېسیون ګوندونو له دې مخکې په اساسي قانون کې د بدلونونو لپاره د دې ټول‎پوښتنې په ترڅ کې پر بې‌نظمیو اندېښنه ښودلې.

د ترکیې د انتخاباتو کمېسیون چارواکو په وینا په اساسي قانون کې د بدلونونو لپاره ټول‎پوښتنې ته ۵۱،۴ سلنه ګډونوالو مثبته رأیه ورکړې ده.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان منتقدین وایي، دغه نوي اصلاحات به هغه چا ته چې په یوه دیکتاتور د بدلېدو په حال کې دی بې‌حده صلاحیتونه ورکړي او د واک د ډموکراتیک کنټرول او توازن امکان محدودوي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان او د اروپایي شورا د پارلماني اسمبلۍ څارونکو ویلي چې هغه قانوني چوکاټ چې پر اساس‌یې رښتینی ډموکراتیک رېفراندوم ترسره شي، تر اوسه نیمګړی دی.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د څارونکې ډلې مشرې تانا دې زولویتا «Tana de Zulueta» پرون په انقره کې یوې خبري غونډې ته وویل:

"د کمپاین په ترڅ کې مو د نورو مسایلو تر څنګ د مثبتې رأیې د ګټلو لپاره د ولسمشر او جګپوړو چارواکو مستقیم دخالت او نورې د پام وړ بې‌انډولۍ ولیدې. زموږ څارونکو د دولتي امکاناتو کارول او د دې ټولپوښتنې د رد د کمپاین په وړاندې خنډونه هم ولیدل."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ به انقره کې د خپلو پلویانو یوې لوې غونډې ته په وینا کې دغه انتقادونه رد کړل او ویې‌ویل چې ترکیه به د څارونکو راپورونه چې د هغه په وینا پر سیاسي انګېزې ولاړ دي، ونه‌ګوري، نه به‌یې واوري او نه به‌یې هم ومني.

اردوغان دغه‌راز وویل چې هېواد کې کولای شي له اروپایي اتحادیې سره د ترکیې د یوځای کېدو په اړه چې پر پروسې یې ډېر وخت تېر شوی، ټول‎پوښتنه یا رېفراندوم ترسره کړي.

هغه همداراز وویل چې په هېواد کې به بیا د اعدام سزا جاري کړي که په رېفراندوم یا د پارلمان له‎خوا په تصویب شوې لایحه کې د دې شي غوښتنه وشي.

خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سیګمار ګابریل د البانیا د بهرنیو چارو له وزیر سره په پلازمېنه تېرانا کې په یوه خبري غونډه کې په ترکیه کې د ډموکراتیکې پروسې پر دوام ټینګار وکړ او د اعدام د سزا د جاري کولو په وړاندې یې مخالفت څرګند کړ.

ښاغلي ګابریل زیاته کړه:

"دا باید روښانه کړو چې موږ یوازې په هغه صورت له ترکیې سره په اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو کې مرسته کولای شو چې دا هېواد په ډموکراتیکه لاره کې پاتې شي او یوې غیر ډموکراتیکې لارې ته وانه‌وړي. د بېلګې په توګه د اعدام د سزا جاري کول به له اروپایې اتحادیې سره د دې هېواد د یوځای کېدو لپاره د خبرو د پای ته رسېدو په معنی وي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې له ترکیې غوښتي و چې د نظریو تنوع ته درناوی وکړي او د اپوزېسیون له ګوندونو سره سیاسي ډیالوګ پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون زرګونه کسانو په استانبول، انقره او څو نورو ښارونو کې د دې ټولپوښتنې د نتیجو په وړاندې د اعتراض لپاره مظاهره وکړه.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې په انتالیا ښار کې پولیسو ۱۳ کسان نیولي دي.

دا اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې ترکي چارواکو په وروستۍ شېبه کې د هغو میلیونونه رأی‌پاڼو د شمېر اجازه ورکړه چې ټاپه شوې نه‌وې.

دا ټولپوښتنه د ۵۱،۴ سلنه مثبتو رأیو په ګټلو سره په لږ توپیر بریالۍ شوه.

په یوه جلا اقدام کې د ترکیې د وزیرانو شورا د درې نورو میاشتو لپاره په ترکیه کې اضطراري حالت چې د ۲۰۱۶ کال د جولای میاشتې د ناکامې کودتا په نتیجه کې اعلان شوی، وغځاوه.

دغه پرېکړه باید پارلمان هم تائید کړي.

  • پخوانی معلومات

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون رجب طیب اردوغان ته ټیلیفون وکړ او د هغې ټول‎پوښتنې د بریا له کبله‌یې مبارکي ورته وویلې چې د ترکیې د ولسمشر په توګه د ده صلاحیتونه زیاتوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د اروپايي ټولنې د انتخاباتو د څار ټولنې او د ترکیې د اپوزېسیون ګوندونو له دې مخکې په اساسي قانون کې د بدلونونو لپاره د دې ټولپوښتنې په ترڅ کې پر بې‌نظیمو اندېښنه ښودلې.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د څارونکې ډلې مشرې تانا دې زولویتا «Tana de Zulueta» پرون په انقره کې یوې خبري غونډې ته وویل:

"د کمپاین په ترڅ کې مو د نورو مسایلو ترڅنګ د مثبتې رأیې د ګټلو لپاره د ولسمشر او جګپوړو چارواکو مستقیم دخالت او نورې د پام وړ بې انډولۍ ولیدې. زموږ څارونکو د دولتي امکاناتو کارول او د دې ټولپوښتنې د رد د کمپاین په وړاندې خنډونه هم ولیدل."

زولویتا: د ترکيي په ټول پوښتنه کې مو د ولسمشر او جګپوړو چارواکو مستقیم دخالت ولید.
زولویتا: د ترکيي په ټول پوښتنه کې مو د ولسمشر او جګپوړو چارواکو مستقیم دخالت ولید.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې له ترکيې غوښتي و چې د نظریو تنوع ته درناوی وکړي او د اپوزېسیون له ګوندونو سره سیاسي ډیالوګ پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون زرګونه کسانو په استانبول، انقره او څو نورو ښارونو کې د دې ټولپوښتنې د نتیجو په وړاندې د اعتراض لپاره مظاهره وکړه.

د ترکیې ټول پوښتنه
د ترکیې ټول پوښتنه

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې په انتالیا ښار کې پولیسو ۱۳ کسان نیولي دي.

دا اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې ترکي چارواکو په وروستۍ شېبه کې د هغو میلیونونه رأی‌پاڼو د شمېر اجازه ورکړه چې ټاپه شوې نه‌وې.

دا ټولپوښتنه د ۵۱،۴ مثبتو رأیو په ګټلو سره په لږ توپیر بریالۍ شوه.

د اردوغان مخالفان وايي، په اساسي قانون کې اصلاحات به هغه چا ته چې په یو دکتاتور د بدلېدو په حال کې دی بې‎حده صلاحیتونه ورکړي او د واک د ډموکراتیک کنټرول او توازن امکان محدودوي.

XS
SM
MD
LG