د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

د معلوله مېرمنو ستونزې او لاس ته راوړنې


د دې اوونۍ په خپرونه کې پر دې خبرې کوو چې ولې له معلولو مېرمنو سره په کورنۍ او ټولنه کې ناوړه چلند کېږي، معلوله مېرمنې کومې ستونزې لري او د بریالیو معلولو مېرمنو خبرې هم اورو.

جنګ جګړې، ماشومانو ته د ګوزڼ یا فلج د واکسین نه کول ،د نېږدې خپلوانو ترمنځ واده او ځینې ناروغۍ د معلولیت لوی عوامل ګڼل کېږي.

په افغاني ټولنه کې د نورو ستونزو ترڅنګ معلولیت هم یوه لویه او جدي ستونزه ده، که څه هم په افغانستان کې ګڼې روغې مېرمنې له یو لړ ټولنیزو محدودیتونو او تاوتریخوالي سره مخ دي خو معلولې ښځې بیا تر نورو څو برابره ستونزې لري.

د معلولیت درد له یوې خوا،د کورنۍ او ټولنې ناوړه او سپک چلند له بلې خوا معلولې مېرمنې له ستونزو سره مخ کړي دي همدا راز او د کار او درس زمینې هم نه دې ورته مساعدې.

د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:26 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG