د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

غور والي: د داعش کلیدي غړی "سعدي یار"د ملي امنیت په لارښوونه خوشې شوی


په غور کې د داعش د یوه کلیدي غړي مولوي سعدي یار د خوشې کېدو په اړه د خبرونو له خپرېدو یوه ورځ وروسته د غور والي وايي چې سعدي یار د ملي امنیت د عمومي ریاست په لارښوونه د غور د امنیت ریاست له لوري له زندانه خوشې شوی دی.

د غور والي غلام ناصر خاضع د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د سعدي یار د خوشې کولو په پریکړه کې سیمه ییزې ادارې هېڅ رول نه درلود.

د نوموړي په خبره ملي امنیت د فیروز کوه په شمال کې په داعش ډله کې د نفوذ لپاره مولوی سعدي یار له بنده خوشې کړی دی.

ښاغلي خاضع زیاته کړه:

"د ولایت له لوري کومه پریکړه نه‎ده شوې د سعدي د خوشې کولو پریکړه د ملي امنیت له لوري د ملي امنیت د عمومي ریاست په لارښوونه شوې ده."

یوه ورځ وړاندې د غور د ولایتي شورا ځینو غړو د مولوي سعدي یار د خوشې کولو په غبرګون کې د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال وویل چې مولوي سعدي یار د امنیتي ځواکونو له لوري د رُخشانې د سنګسار او ۳۰ ملکي وګړو د وژلو په تور نیول شوی دی.

د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالبصیر قادري ویلي چې له بنده د سعدي یار خوشې کېدل د امنیتي ځواکونو له لوري د قانون د نقض په معنی کیدای شي.

له دې وړاندې د غور ځینو سیمه ييزو چارواکو مولوي سعدي یار د داعش له یوه کلیدي غړو څخه بللې وه.

خو د غور والي وايي، سعدي یار تېر کال له ورپېښې ناروغۍ وروسته ځان امنیتي ځواکونو ته سپارلی و او ملي امنیت تر اوسه هیڅ داسې سند نه دی وړاندې کړی چې پر سعدي یار لګیدلي تورونه ثابت شوي او که نه؟

هڅه مو وکړه چې د دې موضوع په اړه د ملي امنیت د عمومي ریاست نظر هم ولرو خو د دغه ریاست مسؤلینو په دې برخه کې له څه ویلو ډډ وکړه.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې له بنده د سعدي یار خوشې کول د منلو خبر نه‎ده.

د دغه کمېسیون ویاند محمد بلال صدیقي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل چې د امنیتي ځواکونو دغه کارله قانون سره په ټکر کې دی.

نوموړی وايي:

"د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دا ډول کسانو خوشې کول د قانون د حاکمیت پر وړاندې لویه ضربه ګڼي او دا کارونه د دې سبب کېږي چې له مجازاتو د معافیت قانون پیاوړی شي، دا کار د بشري حقونو قربانیو ته بې احترامي ده نو ځکه دغه مسئله د کمېسیون او مدني بنسټونو لپاره هیڅ توجې نه‎لري."

دا چي دا مهال مولوي سعدي یار چېرته دی د غور والي وايي، په ډېر احتمال چې نوموړی به د غلمین په کلي کې وي او ښايي د درملنې لپاره هند ته واستول شي.

د غور والي همدا راز دا خبره تائیدوي چې سعدي یار د ملي امنیت له لومړنیو څېړونو او درملنې وروسته خوشې شوی دی.

XS
SM
MD
LG