د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

سرخط: : پاکستان بیا پر افغانستان یرغل کړی


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې پر افغانستان یو ځل بیا د پاکستان له خوا د راکټي حملو او د ډیورنډ پرکرښه د پاکستان له خوا د موانعو د جوړولو په اړه لیکلي دي.

سرخط ورځپاڼې په دې اړه په خپل لومړي مخ کې لیکلي چې پاکستان بیا پر افغانستان یرغل کړی.

په دې اړه مطلب کې راغلي چې د پاکستان له خوا د ننګرهار ولایت پر درېیو ولسوالیو لسګونه توغندي توغول شوي دي.

د مطلب لیکوال د ننګرهار د والي د ویاند عطاالله خوګیاڼي په حواله لیکلي چې دا توغندي تلفات نه لري.

سرنوشت ورځپاڼې هم پر همدې موضوع یو مطلب لیکلی او وایي چې دا توغندي په لعلپورې، مومند درې او نازیانو ولسوالیو کې لګیدلي دي.

په مطلب کې ویل شوي چې سلګونه کسان له دې امله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي او دې توغندیو خلکو ته زیانونه هم اړولي دي.

دې ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې پوښتنه کړې چې د ډیورنډ کرښې به اوږدو کې د کټارو او موانعو د جوړولو تر شاه اسلام اباد څه غواړي؟

په مطلب کې ویل شوي چې پاکستان په دې کار سره هڅه کوي چې د قبایلي سیمو خپلواکي له منځه یوسي او دا سیمې له خیبرپښتونخوا سره مدغمې کړي.

په مطلب کې همدا راز راغلي چې پاکستان په دې هلو ځلو هڅه کوي چې افغانستان تر فشار لاندې وساتي.

ویسا ورځپاڼې هم په دې اړه یوه مطلب کې ویلي چې د پاکستان له خوا توغندويي بریدونو په ختیځو سرحدي سیمو کې خلک سخت په تنګ کړي دي.

په مطلب کې د سیمه ییزو اوسیدونکو په حواله راغلي چې افغان حکومت باید له هرې ممکنې لارې د دې توغندويي بریدونو مخه ونیسي.

ویسا په یوه بل مطلب کې په غټو ټکو لیکلي چې د ډیورنډ په اوږدو کې د کټارو پر جوړولو د افغانستان او پاکستان د استازیو ترمنځ په لندن کې توافق شوی.

د مطلب لیکوال ویلي چې پاکستان تر اوسه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې شپیته وړوکي کلاوې جوړې کړي او څلور سوه نورې به هم جوړوي.

او انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې په دې اړه لیکلي چې پاکستان تل هڅه کړې د خپل بام واوره د نورو په پام ور واچوي.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې پاکستان کله له ترورېزم سره د مبارزې په نوم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تحرکات کوي او کله هم په ځینو نورو نومونو خو لیکوال وایي چې دا هلې ځلې افغانانو ته د منلو وړ نه دي.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG