د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

لوګر چارواکي: د زرغون ښار سیمه له وسله‎والو پاکه شوه


د لوګر د امنیتي ادارو قوماندانان وايي، له هغه وروسته چې افغان ځواکونه د پراخو چاڼیزو او تلاشي عملیاتو لپاره د زرغون ښار کلیو او بانډو ته داخل شوي، له دوی سره د وسله‎والو مخالفینو له لوري هېڅ ډول مقاومت نه‎دی شوی.

ویل کېږي، له دې پوځي عملیاتو مخکې د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند زرغون ښار سیمه د یاد ولایت تر ټولو نا امنه منطقه بلل کېده چې وسله‎والو به ورڅخه د خپلو ډېریو فعالیتونو د پر مخ بیولو او د وسلو او مهماتو د زیرمتونونو کار اخیسته.

د چهارشنبې په ورځ د لوګر امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت‌الله علي‌زي د عملیاتو له سیمې څخه د یاد ولایت د پوځي او ملکي ادارو د مسؤلینو او همدارنګه د رسنیو د خبریالانو د کتنې پر مهال وویل چې وسله‎والو یوازې د تبلیغاتو په واسطه د زرغون ښار خلک تر خپل تأثیر لاندې ساتلي وو.

د ده په وینا وسله‎والو ونه‎شو کولای څو ساعته هم په مخامخ ډول د افغان ځواکونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

د لوګر امنیه قوماندان زیاتوي:

"ټولو به تبلیغات کول چې زرغون ښار ته څوک نه‎شي داخلېدی، زرغون ښار داسې بلا ده او هسې بلا ده، ولې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو عملاً وښوده، ولې څرګنده شوه چې وسله‎والو ان د دقیقو لپاره هم زموږ د ځواکونو سره مقاومت ونه‎شو کولای، زموږ موخه دا وه چې افغان ځواکونه باید خلک له دې حالت څخه راوباسي."

د لوګر امنیه قوماندان امنیتي ځواکونو سره د ځايي خلکو د همکارۍ خبره وکړه او ويې‌ویل، هغه سیمې چې وسله‎والو په‌کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي، د ځايي خلکو له‎خوا سرتېرو ته ښودل کېږي او له همدې کبله دوی په دې پراخو عملیاتو کې ځاني تلفات نه‎لري.

د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال رازق ساپی هم وايي چې د زرغون ښار عملیاتو کې يې د وسله‎والو د مهماتو یو شمېر زیرمتونونه له‌منځه وړي او د یاد ولایت په ځینو نورو سیمو کې يې هم ورته عملیات په لاره اچولي دي.

جنرال رازق ساپی وايي:

"دښمن تښتېدلی، هېڅ ځای کې یې موږ سره مقاومت نه‎دی کړی، په ټولو کلیو او سیمو کې تصفیه او تلاشي روانه ده، ډېر زیات مواد انفجاریه موږ ته لاسته راغلي دي، تاسو ولیدل چې همدا اوس مو هم یو لوی زیرمتون ته انفجار ورکړ، اوس هم عملیات دوام لري، قرار دې معلوماتو دښمن چې هر لوري ته تللی وي، موږ کشفي معلومات لرو، پسې ورځو او تعقیبوو يې، په محمداغه، دشت باري، الوخېل او دشت بابوس په شااوخوا کې هم عملیات روان دي. "

جنرال رازق ساپی زیاتوي چې د زرغون ښار په عملیاتو کې د ملي اردو سره یو ځای د ملي امنیت، ملي پولیسو او عامه نظم سرتېري هم برخه لري او ګډ پوځي عملیات دي.

د لوګر والي حلیم فدايي هم د یاد ولایت په چارواکو کې وو چې د زرغون ښار سیمې ته ورغلی وو.

ده د زرغون ښار په یو جومات کې خلکو ته وویل، دوی د پوځي عملیاتو تر څنګ د یادې سیمې د خلکو د ژوند د ښه کولو په فکر کې دي او په دې سیمه کې به د سیمه‌والو په غوښتنه یو شمېر پروژې عملي کړي.

د لوګر والي حلیم فدايي وویل:

"یوازې په نظامي عملیاتو نه، بلکې په ملکي عملیاتو هم موږ باورمند یو، نو ځکه دلته مو د مستحقو کورنیو سره کمکونه وکړل، د ده نو نه تر زرغون ښار پورې چې کوم سړک منظور شوی دی، همدرانګه د سرخاب پورې او بل په سرخاب پل باندې چې کوم زراعتي پارک جوړېږي، خصوصاً صنعتي د دې تطبیق لپاره او خصوصاً په ‎دې اړه د خلکو د مرستې غوښتل مو د دې سفر هدف وو."

زرغون ښار د لوګر هغه سیمه ده چې پلازمېنې کابل ته تر ټولو نېږدې پرته ده.

بل لوري ته طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد د زرغون ښار د عملیاتو په باب رسنیو ته په استول شوي ټیلیفوني پیغام کې ادعا کړې چې هلته افغان ځواکونو پسې چاودنې شوي او ځاني او مالي زیانونه‌یې وراړولي دي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG