د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

د انتخاباتي پروسې بایومټریک کېدو لپاره یوې کمپنۍ سره خبرې پیل شوي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتو پروسې د بایومټریک کېدو په اړه‌يې له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره خبرې روانې دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تمه لري چې د انتخاباتي سیسټم د بایومټریک کېدو په تړاو له یوې بهرنۍ کمپنۍ «سمارټ میتیک» سره خبرې به د روانې اوونۍ تر پایه یوه مثبته نتیجه ورکړي.

د دې کمېسیون ویاند ګلا جان عبدالبدیع صیاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل په انتخاباتو کې له نوي ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنه به د شفافیت، د انتخاباتو پر وخت ترسره کېدو او د خلکو د باور د ترلاسه کولو په برخه کې خورا ګټوره تمامه شي.

ګلاجان بدیع صیاد.
ګلاجان بدیع صیاد.

نوموړي زیاته کړه:

"که پروسه په بایومټریک سیسټم باندې شي ان‌شاءالله چې درې څلور میاشتې زموږ تقسیم اوقات رامخته کېږي، همدارنګه به په مالي لګښت کې هم ډېر تفاوت راشي ځکه چې موږ به د انتخاباتو حساسو پاڼو ته چې په بهر کې چاپې دې اړتیا ونه‌لرو، د دې تر څنګ به د رأی اچونې د تکرار مخنیوی وشي، نو ډېرې فایدې لري، هغه ستونزې چې په مخکنیو انتخاباتو کې موجودې وې مخنیوی به ترې وشي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله هم په انتخاباتو کې د نوې ټکنالوژۍ څخه پر ګټې اخیستنې ټینګار کړی دی.

ښاغلي عبدالله ویلي دولت د شفافو او پر وخت انتخاباتو ترسره کولو ته ژمن دی او له همدې امله غواړي چې راتلونکې ټاکنې د عصري ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې ترسره شي.

د ښاغلي عبدالله په وینا افغان دولت هڅه کوي چې د نوي سیسټم په رامنځته کېدو سره راتلونکي هر ډول انتخابات هم بنسټیز کړي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه که څه هم په انتخاباتو کې د نوې ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې هرکلی کوي، خو وايي، د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره باید دا ټکنالوژي د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په واک کې ورکړل شي.

یوسف رشید.
یوسف رشید.

فیفا یا د انتخاباتو د څار بنسټ اجرائيوي مشر یوسف رشید په همدې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د دې مالکیت ډېر مهم دی چې باید د کمېسیون او افغان دولت سره واوسي، نه دا چې زموږ او ستاسې انتخابات په اجرائيوي شکل کمپنیو ته ورکړل شي او باید په تدریج او په ډېر دقت سره موږ خپل دغه سیسټم عصري او په ټکنالوژۍ باندې سمبال کړو."

ټاکل شوې وه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تېره اوونۍ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان کړي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي له سمارټ میتیک بهرنۍ کمپنۍ سره تر هوکړې وروسته به د انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه اعلان کړي.

ارګ ماڼۍ هم تېره شنبې ویلي و چې د ولسي جرګې انتخابات باید راتلونکی کال تر سره شي.

ارګ: راتلونکی ۱۳۹۶کال باید دولسي جرګې انتخابات تر سره شي

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخابات باید د ۱۳۹۴ کال د میزان په میاشت کې ترسره شوي وی خو نا امني او انتخاباتي اصلاحات د دغې پروسې د ځنډ اصلي عوامل بلل کېږي.

د انتخاباتي چارو یو شمېر کارپوهان هم د شفافو او سرتاسري انتخاباتو د ترسره کولو لپاره امنیت تر هر څه مهم ګڼي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی مشر او د ملي ثبات ټولنې مشر ضیاالحق امرخېل که څه هم ازادي راډيو سره په خبرو کې د نوې ټکنالوژۍ پر ښېګڼو ټینګار کوي خو وايي، دولت باید د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره امنیت ټینګ کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی مشر او د ملي ثبات ټولنې مشر ضیاالحق امرخېل.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی مشر او د ملي ثبات ټولنې مشر ضیاالحق امرخېل.

ښاغلی امرخېل زیاتوي:

"که هر سیسټم موږ د کاغذ پر مخ راوړو خو امن نه‌وي او په سیمه کې زورواکي یا قوماندانان وي یا امنیتي بنسټونو کې هغه څېرې چې ګمارل شوې دي تعهد ونه‌لري، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوازې ځان نه‌شي کولای دا دروند بار تر منزله ورسوي، نو دا هر اړخیزې مرستې ته اړتیا لري."

ښاغلی امرخېل په دې باور دی چې د انتخاباتو د کمپیوټري کولو کار باید د اداري پروسیجر له مخې داسې یو کمپنۍ ته ورکړل شي چې د انتخاباتو کمېسیون ته ښه او مؤثر خدمتونه وړاندې کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG