د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

د لوګر چارواکي: طالبانو کابل ته پر څېرمه ولایتونو فشار زیات کړی


د لوګر امنیتي چارواکي وايي، د دولت وسله‌والو مخالفینو د دې لپاره چې کابل نا امنه وښيي، د میدان وردګو او لوګر په ګډون په یو شمېر هغو ولایتونو خپل فشار زیات کړی چې د کابل نه راچاپېره پراته دي.

بل لوري ته د یاد ولایت د ولایتي شورا غړي او قومي مخور د لوګر یو شمېر ولسوالۍ، کلي او بانډې د وسله‌والو له ګواښ سره مخامخ بولي او زیاتوي چې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو تأثیرات ځکه تر ډېره نه‌محسوسېږي چې دوی هلته دایمي او ثابتې امنیتي پوستې نه‌جوړوي.

د لوګر امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت‌الله علیزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو په دې وروستیو کې په خروار، څرخ او برکي برک ولسوالیو کې چاڼیز عملیات کړي او لا هڅه کوي چې د لوګر د امنیت د خوندیتوب له لارې د پلازمېنې کابل امنیت هم ډاډمن کړي.

عصمت‌الله علیزی زیاتوي:

"د دښمن موخه دا ده چې په خپل ټول توان سره کابل نا امنه وښيي، میدان وردګ، لوګر او هغه ولایتونه چې د کابل په کمربند کې پراته دي، هلته دوی فشار اچولی، داسې نه‌ده چې دوی خپل دې هدف ته رسېدلي دي، ولې کوښښ کوي چې دې هدف ته ورسېږي، ولې تاسو په جریان کې یاست چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو څو موده مخکې په څرخ، برکي برک او خروار کې عملیات درلودل، هدف مو دا دی چې موږ اول لوګر امن کړو او د لوګر امن کېدل به د کابل امن کېدل وي."

مدني فعال عبدالمقصود عزیزي وايي، د امنیتي ځواکونو د عملیاتو سره سره هم د لوګر په کلیو او بانډو کې امنیتي خطرونه شته او د خلکو ژوند پوره خوندي دی.

عبدالمقصود عزیزي وايي:

"په کلیو او بانډو کې امنیتي ستونزې موجودې دي، خلکو ته ګواښونه موجود دي، د خلکو ژوند د مشکلاتو سره مخامخ دی البته د امنیتي مشکلاتو سره، که څوک وغواړي زموږ شخصیتونه، علماء کرام او مشران، دولتي کارکوونکي په ډېرې اسانۍ سره هم يې تښتولی شي، هم يې وژلی شي او هم يې ګواښلی شي، ولس ملاتړی دی، خو ولس د حکومت نه امنیت غواړي او امنیت ټينګښت د حکومت کار دی نه د ولس."

لوګر مرکز پل علم.
لوګر مرکز پل علم.

د لوګر د مدني فعالانو او مخورو اندېښنو ته په کتو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال رازق ساپی چې په دې وروستیو کې د وسله‌والو پر ضد د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ټپي شوی وو، وايي چې افغان ځواکونه اوس‌مهال په ښه موقف کې دي او د پام وړ لاسته راوړنې لري.

جنرال رازق ساپی وايي:

"هغو ساحو ته چې زموږ امنیتي ځواکونه تللي وو، له ډېره وخته امنیتي کسان نه‌وو ورغلي، ټولې منطقې لکه پتانت، د خروټو تر کلي، بنګرام او هغه ساحې چې وې، مکملې تصفیه او تلاشي شوې، هلته د طالبانو ډېر قوي قوي قوماندانان هم په‌کې مړه شول، دوی په خپله شا تګ ته مجبور شوي دي، هم په‌کې مړه شوي، هم په‌کې ټپیان شوي او هم موږ ورڅخه سلاوې نیولې دي."

د ولایتي شورا غړی حسیب ستانکزی د امنیتي ځواکونو عملیاتو په باب وايي، پوځي عملیات په مشکل ترسره کېږي، خو نتیجې يې ځکه پوره نه‌محسوسېږي چې وروسته په زیان منونکو سیمو کې امنیتي پوستې نه‌جوړېږي او وسله‌وال له څه موده وروسته بیرته بیا ورستنېږي.

حسیب‌الله ستانکزی وايي:

"ډېر ګزاف مصارف کېږي په عملیاتو باندې خو نتیجه نه‌لري، په دې چې موږ اضافي پرسونل نه‌لرو، تشکیل مو ډېر کم دی، سرتېري چې کله عملیات کوي، هلته نه ځای پر ځای کیږي، په اساسي ځایونو کې موږ پوستې نه‌شو ایجادولی، بېزونه نه‌شو ایجادولی، نو طبعاً زموږ ټول عملیاتونه بې‌نتیجې دي."

حلیم فدايي.
حلیم فدايي.

بل‌خوا د لوګر والي محمد حلیم فدایي امنیت د دولت او ولس ګډ کار بولي او وايي:

"امنیت یوازې دولت نه‌شي راوستلی، دولت به زمینې برابروي، اما که ملت او دولت په ګډه باندې هغه که قاچاق وي، که مواد مخدر وي، که هغه نور سازمان یافته جرایم وي، که غصب د زمین وي، حتی که د فساد کمول وي، زموږ په پلان کې ولسي عنصر ډېر زیات شامل دي، په دې معنی چې دولت زمینه برابروي او ولس به په دې کې شریکوو."

د یادونې وړ ده چې لوګر د کابل په سوېل کې پلازمېنې سره لګېدلی ولایت دی چې د پاکستان له قبایلي سیمو سره نېږدې پروت دی.

چارواکي وايي، وسله‌وال ډېر کله د افغانستان مرکزي او شمالي سیمو ته د لوګر له نا امنو سیمو څخه د وسلو او وسایلو د لېږد لپاره کار اخلي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG