د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۷

سنګري: د ارزګان ـ کندهار ترمنځ لار د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه


د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین وايي چې د ارزګان او کندهار ترمنځ لویې لاره يې تېره شپه د ترافیکو پرمخ خلاصه کړې او پر دغه لار ټول امنیتي ګواښونه یې له منځ وړي دي.

د یاد ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري دجمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ارزګان- کندهار لاره چې تېره ورځ د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوې وه نن بېرته پرانیستل شوه چې ټولک پرې په ډاډه زړه تګ راتګ کولای شي.

نوموړی وايي، لاره د کندهار ولایت پوري اړوند ساحه کې بنده شوې وه خو د ارزګان پوري اړوند سیمه کې کومه ستونزه نه ده پېښه شوې.

غلام فاروق سنګري.
غلام فاروق سنګري.

سنګري زیاته کړه:

"وړمه ورځ د تور کوتل په سیمه کې وسله والو طالبانو بریدونه کړي و او لاره يې بنده کړې وه، خو اوس دغه ستونزه حل شوې ده، زموږ پولیس همېشه د خلکو امنیت په سمه توګه نیسي."

د مسؤلېنو په خبره د کندهار ارزګان ترمنځ لاره چې شااوخوا۳۷۰ کېلو متره اوږدوالی لري وخت ناوخته پرې ورته ستونزې رامنځته کېږي.

له دې سره د ارزګان- کندهار ترمنځ د لارې موټر چلوونکي ادعا کوي چې د دغې لارې پر سر د مېشتو امنیتي پوستو پولیس يې وهي ډبوي او په زوره ورڅخه پیسې اخلي.

یو شمېرموټر چلوونکو ازادي راډيو ته داسې وویل:

"زما درې کاله کېږي چې پر دغه لاره موټر چلووم، پخوا پولیسو نه ځورولم خو اوس په موږ بېګارونه هم کوي او سپکې سپوري راته کوي."

"زه هم پر دغه لاره موټر چلوم، زما څخه پولیسو څو ورځې دمخه څلور زره افغانۍ پرته له کوم جرمه واخیستې، زه له دولت څخه غواړم چې زموږ ستونزې دې حل کړي."

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان په دي اړه وايي، هغه پوستې په کندهار پوري مربوط دي کوم چې موټر چلونکي یادونه کوي د ده په خبره خپلو ټولو پولیسو ته یې لار ښوونه کړې چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.

له دې ټولو سره سره د کندهار ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک بیا د موټر چلونکو دا ډول څرګندونې ردوي او وايي چې خپلو پولیسو ته به د دې اجازه ور نه کړي چې عام خلګ وځوروي.

نوموړی وايي چې که هرڅوک د پولیسو له لوري ځورول شوی وي کولای شي د کندهار د پولیسو قوماندانۍ ته يې په ګوته کړي څو دوی ورسره قانوني چلند وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"که هر څوک یو ښکاره ثبوت لري چې پولیس يې ځوروي او موږ ته يې وړاندې کړي، نو موږ به هغه پولیس له دندې لېري کړو، موږ ژمن یو چې د خلکو امنیت خوندي کړو."

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا یوه میاشت وړاندې هم د دغې لارې پر سر موټر چلوونکو کاري اعتصاب کړی وو چې د دغې لارې پر سر د امنیتي پوستو پولیس يې ځوروي.

راپور:شریف لله شرافت

XS
SM
MD
LG