د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

امکا: د کارګرانو تنخواګانې دې ۱۲۵۰۰ افغانیو ته لوړې شي


امکا یا د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه وايي، حکومت دې د خپلې پرېکړې سره سم، د هېواد د کارګرانو میاشتنۍ تنخوا ګانې لږ تر لږه ۱۲۵۰۰ افغانیو ته لوړې کړي.

د دغې ټولنې رئیس معروف قادري د چهارشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، حکومت دې په هېواد کې د بې‌کارۍ او د کارګرانو اقتصادي ستونزو په کتو سره، ژر تر ژره د کارګرانو تنخواګانې زیاتې کړي.

ښاغلي قادري وویل، ۱۲۵۰۰ افغانیو ته د کارګرانو د میاشتنۍ تنخواګانو د لوړېدو پرېکړه شااوخوا، شپږ میاشتې مخکې په ‎خپله حکومت کړې، خو تر اوسه‌یې عملي کړې نه‎ده.

نوموړي وویل:

"د امکا د غوښتنې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د وړاندیز او د جمهوري ریاست د مقام د حکم پر اساس د کارګرانو تنخوا ۱۲۵۰۰ افغانۍ تثبیت شوه، خو تر اوسه چې د مالي کال له پيله څو میاشتې تېرېږي، د تنخواګانو د زیاتوالي خبر نه‌شته. دغه ځنډ د نارضایتۍ لامل شوی او ناوړه پایلې یې رامنځته کړې دي."

د افغانستان د کارګرانو د ملي ټولنې د چارواکو په خبره، هېواد کې بې‎کاري په یوې لوېې ستونزې اوښتې او د کار د نشتوالي له امله د وزګارو شمېر له یوې ورځې بلې ته زیاتېږي.

د کارګرانو د ملي ټولنې رئیس معروف قادري

دوی وايي، اوس‌مهال د هر کارګر لومړنۍ میاشتنۍ تنخواه پنځه زره افغانۍ ده چې یوه کوچنۍ ستونزه پرې هم نه‌هوارېږي.

دوی پر حکومت تأکید وکړ چې د کارګرانو د ستونزو هوارۍ ته تدابیر جدي کړي او که نه‌نو په دې اړه به کارګران خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، هڅې کوي چې د دغې طرحې د پلي کېدو لپاره لازم مالي امکانات ترلاسه کړي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزی

د دغه وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دغه طرح مالي امکانات غواړي او د ماليې وزارت لیدلوری دا دی چې هره طرحه چې وړاندې کېږي د عملي کېدو دمخه ورته مالي امکانات لټوو. پر دې طرحه بحث شوی. موږ په دې لټه کې یو چې مالي امکانات ورته پیدا او پلي یې کړو."

د میدان وردګو ولایت د کارګرانو د ټولنې مسؤل خان محمد ازادي راډیو سره په خبرو کې په مخدره موادو د ځوانانو د روږدېدو د جنايي جرمونو د زیاتوالي، فساد او د ډول-ډول نورو ټولنیزو ناخوالو یوازنی لامل، بې‌کاري په ګوته کړه.

افغان چارواکو پخوا تر دې ویلي و چې د کارګرانو د ستونزو حل د حکومت پلانونو کې شامله موضوع ده او خصوصي سکټور ته‌یې هم سپارښتنې کړي چې د کار له قانون سره سم دې خپلو کاري برخو ته افغان کارګران جذب او د ستونزو هوارۍ ته دې عملي هڅې وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG