د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

ټرمپ: د اوکراین ختیځ کې به د جګړې ختمولو هڅو ته دوام ورکړم


سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ خپل اوکرایني سیال پیترو پوروشینکو ته ډاډ ورکړی چې امریکا به د روسیې سرحد ته نېږدې د اوکراین په ختیځ کې د جګړې د ختمولو هڅو ته دوام ورکړي.

ښاغلي ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پر مهال او وروسته په وار وار له روسیې سره د اړیکو پر ښه کولو ټینګار کړی او ځکه کیف اندېښنه لري چې په اوکراین کې د لاسوهنو له کبله پر روسیې د لوېدیځ له‌خوا ځیني لګېدلي بندیزونه ښايي فسخ شي خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې تېره اوونۍ ډاډ ورکړ چې دا کار به ونه‌شي.

ښاغلي ټرمپ په یوه بیان کې چې پرون ناوخته خپور شو، ویلي، موږ به له روسیې، اوکراین او د دې جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو سره ګډ کار وکړو څو په سیمه کې سوله ټینګه شي.

په بیان کې یادونه شوې چې ټرمپ او پوروشینکو په نېږدې راتلونکي کې د احتمالي لیدنې په اړه هم خبرې وکړې.

د ولسمشر پوروشینکو دفتر هم په یوه بیان کې ویلي چې دواړو مشرانو د اوکراین په ختیځ کې د هر اړخیز اوربند د ټینګولو د اړتیا یادونه هم وکړه.

د اوکراین ولسمشر پروشینکو
د اوکراین ولسمشر پروشینکو

د بیان له مخې ښاغلي پوروشینکو د اوکراین د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت د کلک ملاتړ له کبله د ولسمشر ټرمپ نه مننه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین په ختیځ کې تشدد په پراخېدو دی او تېره اوونۍ چې نښتې اوج ته ورسېدې نو د حکومتي ځواکونو او روس پلوو بېلتون‌پالو تر منځ په جګړو کې لږ تر لږه ۳۵ کسان ووژل شول.

اوکراین اندېښنه ښودلې ده چې ولسمشر ټرمپ ښايي پر روسیې ځیني لګول شوي بندیزونه فسخ کړي.

لوېدیځ وروسته له دې چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین کریمیا ټاپووزمه له خپل قلمرو سره ضمیمه کړه او د دې هېواد په ختیځ کې یې د کیف ضد بېلتون‌پالو ملاتړ پیل کړ، پر مسکو یو لړ بندیزونه ولګول.

ټرمپ نېږدې یوه اوونۍ مخکې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم ټیلیفوني خبرې کړې وې.

​ټرمپ په وار وار له مسکو سره د سپینې ماڼۍ د اړیکو د ښه کولو په برخه کې هیله څرګنده کړې ده، خو د پنجشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د امریکا نوې استازې نیکي هیلي د اوکراین په ختیځ کې د روسیې اقدامات په کلکه وغندل او خبرداری یې ورکړ چې د اوکراین په کړکېچ کې د لاسوهنو له کبله پر روسیې لګول شوي بندیزونه به تر هغه لیرې نه‌شي چې کریمیا بېرته کیف ته سپارل شوې نه‌وي.

مېرمن هیلي وویل، کریمیا د اوکراین یوه برخه ده او د کریمیا له قضیې سره اړوند د امریکا له‌خوا لګول شوي بندیزونه به تر هغه وخته پر ځای پاتې وي چې د کریمیا ټاپو وزمې اداره اوکراین ته سپارل شوې نه‌وي.

د ۲۰۱۴ کال په اپرېل میاشت کې د اوکراین په ختیځ کې د جګړو له پیل راهیسې تر دې دمه شااوخوا ۹۷۵۰ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG