د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

ټرمپ د قاضي له‌خوا د خپل اجرائیوي فرمان بندولو پرېکړه وحشتناکه بللې


د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د یوه قاضي له‌خوا د اجرائیوي فرمان بندول رد کړي او دا پرېکړه‌یې "وحشتناکه" بللې ده.

قاضي جېمز رابرټ د ولسمشر ټرمپ اجرائیوي فرمان چې امریکا ته د یو شمېر هېوادونو د اتباعو سفر یې منع کړی موقتاً بند کړ.

ولسمشر ټرمپ تازه پر ټویټر لیکلي چې د قاضي د پرېکړې په خاطر به د ده په خبره امریکا ته بد او خطرناکه خلک ننوځي.

د ولسمشر دا فرمان له پراخو مظاهرو سره مخ شو.

په لندن کې همدا پرون لسګونه زره کسان د پارلمان مخې ته ټول شوي و او بریتانیې ته‌یې د ټرمپ د سفر لغوه کول غوښتل.

لندن کې ټرمپ ضد مظاهرې
لندن کې ټرمپ ضد مظاهرې

څو زره تنو په یوه اعتراضي لاریون کې په لندن کې له حکومته وغوښتل چې له بریتانیې د ټرمپ د لیدنې رسمي بلنلیک لغوه کړي.

مظاهره‌چیانو پرون په لندن کې د امریکا متحده ایالاتو له سفارت نه خپل اعتراض پیل کړ او تر پارلمان پورې ولاړل.

هغوی د بريتانیې د صدراعظمې ترېزا مې پر ضد هم شعار ورکاوه چې په وروستي سفر کې یې د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ته بلنه ورکړې وه چې بریتانیې ته ولاړ شي.

اخوا څه باندې یو لک کسانو په انلاین توګه لاسلیک کړی او غواړي بریتانیې ته د ټرمپ راتلونکی سفر لغوه شي.

یو میلیون کسان بریتانیا ته د ټرمپ له سفر سره مخالفت لري

د بریتانیې پارلمان به همدا میاشت پر دې غوښتنې باندې خبرې هم وکړي.

مظاهره‌چیانو په لندن ښار کې د ټرمپ د وروستي اجرائیوي فرمان پر ضد غږ پورته کړ چې پر اوو عمدتاً مسلمانو هېوادونو یې بندیز لګولی او اتباع‌یې نه‌شي کولای چې متحده ایالاتو ته د یو څه مودې لپاره سفر وکړي.

یوه مظاهره‌چي روېټرز اژانس ته وویل:

"تاسو پوهېږئ، باید په دې ټول پوه شو چې دا د اسلام پر ضد دي نور څه نه‌شته او ډېرې ګډودۍ لري."

اخوا په امریکا کې هم تر پراخو غبرګونونو وروسته یوه قاضي رابرټ جېمز د ټرمپ اجرائیوي فرمان موقتاً بند کړی دی.

قاضي جېمز چې د امریکا د مخکني جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش له‌خوا په دنده ګمارل شوی و د جمعې په ورځ ناوخته پرېکړه وکړه چې د ټرمپ فرمان تر هغو چې د واشنګتن او میني سوتا له ایالتونو نه‌یې پر ضد شوې دعواوې حل او فصل نه‌شي، نه‌شي اجرا کېدلای.

خو ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر باندې پرون دا پرېکړه رد کړه او هغه‌یې یوه وحشتناکه او خندونکې پرېکړه وبلله.

ولسمشر ټرمپ ټویټ کړی چې د هغه په خبره "د دغه په اصطلاح قاضي" حکم به بېرته وګرځوي.

ټرمپ په بل ټویټ کې لیکلي چې : " د قاضي د دې پرېکړې په خاطر به اوس زموږ هېواد ته خطرناکه او بد خلک راننوځي، دا یوه وحشتناکه پرېکړه ده."

د ولسمشر ټرمپ تر ټویټ څو ساعته وړاندې د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر د واشنګتن ایالت د یوې فدرال محکمې د پرېکړې تر اعلان وروسته وویل چې د ولسمشر حکم قانوني او مناسب دی.

ښاغلي سپایسر وویل چې د امریکا متحده ایالاتو عدلیې وزارت به د محکمې د پرېکړې د ګرځولو لپاره استېناف غوښتنه د محاکمو د لومړنیو پرېکړو د ګرځولو په خاطر چې د محکوم له‌خوا غوښتل کېږي وکړي.

راپور:صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG