د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

احمدزی: دوستم خپلې دندې ته پابند نه‌دی برخلیک دې یې معلوم شي


د ولسي جرګې ځيني غړي د ولسمشر د لومړي مرستیال له لوري خپلې دندې ته د نه‌پابندۍ په اړه انتقاد کوي او وايي چې د کابینې غونډو کې د نوموړي نه‌ګډون د کارونو مخه ډب کړې ده.

د دغې جرګې یوه غړي نذیر احمدزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې له ولسمشره غوښتل چې د ښاغلي دوستم برخلیک معلوم کړي.

نوموړی وايي، هېواد د سیاسي رهبرانو ډېر کار ته ضرورت لري خو جنرال دوستم خپلې دندې ته پابند نه‌دی او دغه کار د ده په خبره د اساسي قانون خلاف عمل دی.

د ولسي جرګې غړی نذیر احمدزی
د ولسي جرګې غړی نذیر احمدزی

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

"د ولسمشر لومړی مرستیال خپلې دندې ته هېڅ پام نه‌کوي شااوخوا دوه میاشتې کېږي چې دی خپلې دندې ته نه‌حاضرېږي او په دې کې هېڅ شک نه‌شته چې یوه تشه‌یې رامنځته کړې او اوس چې هېواد د یوه کړکېچ پر لوري روان دی لامل‌یې د سیاسي رهبرانو تر منځ نه‌همغږي ده."

په تېرو دوو کلونو کې د ملي یووالي حکومت په جوړېدو جنرال دوستم څو ځلې په شمال کې د وسله‎والو مخالفینو پر ضد جنګونو کې برخه اخیستې چې د حقوق‌پوهانو په خبره له خپلې هغې دندې څخه‌ چې په قانون کې مشخصه شوې لیرې پاتې دی.

شااوخوا دوه میاشتې وړاندې کله چې د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي له لوري داسې ادعاوې وشوې چې ګواکې جنرال دوستم او سرتېرو یې هغه سره جنسي زور زیاتی کړی ښاغلی دوستم خپلې دندې ته نه‌دی حاضر شوی.

وموغوښتل چې د دې موضوع په اړه د ارګ ماڼۍ نظر هم ولرو خو د ولسمشر مطبوعاتي دفتر په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

دغه‌راز له پرله‎پسې اړیکو سره-سره ونه‌توانېدو چې د همدې موضوع په اړه د جمهور رئیس د لومړي مرستیال د دفتر نظر هم ترلاسه کړو.

د افغانستان په اساسي قانون کې د ولسمشر مسؤلیتونه مشخص شوي خو د مرستیالانو په اړه‌یې یوازې دومره ویل شوي چې د ولسمشر د غیابت او یا مړینې په صورت کې به د هغه صلاحیتونه د هغه مرستیال ته سپارل کېږي.

یو شمېر حقوق‌پوهان وايي چې اساسي قانون کې د ولسمشر د مرستیالانو مسؤلیتونه نه‎دي واضح شوي خو د حکومت له لوري باید داسې طرزالعمل جوړ شي څو هغوی خلکو ته ځواب ویونکي وي.

حقوقي کارپوه کبیر رنجبر
حقوقي کارپوه کبیر رنجبر

حقوقي کارپوه کبیر رنجبر د پنجشنې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"تر اوسه پورې داسې یو سیسټم نه‌دی جوړ شوی چې د لوړ رتبه دولتي چارواکي مسؤلیتونه د قانون مطابق د یوه داخلي طررالعمل له مخې مشخص شي دا یوه تشه ده نو ځکه هر څوک چې هر څه غواړي کوي یې."

د نوموړي په خبره د لوړ رتبه دولتي چارواکو د مسؤلیتونو او صلاحیتونو نه‌وضاحت خلا رامنځته کړې او ډېرو خپلسریو ته‌یې لاره هواره کړې ده.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG