د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

لویې څارنوالۍ د دوستم د څو ساتونکو او نېږدې کسانو د نیولو امر وکړ


بالاخره د افغانستان لویې څارنوالۍ د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي په قضیه کې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د نهو تنو نېږدې کسانو او ساتونکو د نیولو امر صادر کړ.

د دې ادارې ویاند جمشید رسولي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان له احمد ایشچي سره په بد چلند تورن دي او کشفي ارګانونه مکلف دي چې دا نهه تنه ونیسي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د افغانستان لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

ښاغلی رسولي وايي:

"د څېړنې پلاوي اوس-اوس تصمیم نیولی او نهه تنه چې په دې قضیه کې ښکېل دي د څېړنې د پلاوي له‎خوا پر هغوی الزامیت وارد شوی او په دې اساس‌یې د دې نهو تنو د نیولو امر صادر کړی دی."

لویې څارنوالۍ دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د دې ادارې پرله‎پسې جلبونو ته پاملرنه ونه‎کړه او لویې څارنوالۍ ته د تحقیقاتو لپاره حاضر نه‎شو.

د ښاغلي دوستم د دفتر مسؤلانو ویلي، لازمه نه‎ده چې د جمهور رئیس لومړی مرستیال په دې اړه لویې څارنوالۍ ته ځواب ووایي.

د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي څه موده مخکې د جمهور رئیس پر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم تور پورې کړ چې هغه‌یې وهلی ډبولی او ان په جنسي لحاظ‌یې ځورولی دی.

که څه هم ښاغلي دوستم په دې اړه څه نه‎دي ویلي خو هغه ته نېږدې کسانو دا ادعاوې په پرله‎پسې ډول رد کړې دي.

خو د لویې څارنوالۍ ویاند د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په اړه وایي، دوی منتظر دي چې ښاغلی دوستم یا د هغه قانوني استازی د تحقیقاتو لپاره دې ادارې ته حاضر شي.

جمشید رسولي ټینګار وکړ، که جنرال دوستم او یا د هغه استازی لویې څارنوالۍ ته ورنه‎شي نو د دې موضوع د څېړنې پلاوی به د هغه په اړه هم تصمیم ونیسي.

په عین حال کې احمد ایشچي وایي چې لویې څارنوالۍ له ده سره ژمنه کړې چې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د دندې د تعلیق یا ځنډولو په اړه به سترې محکمې ته وړاندیز وکړي.

نوموړی وايي:

"لویې څارنوالۍ له موږ سره هم همداسې ژمنه کړې چې جنرال دوستم پورې د اړوندو تورنو کسانو او په جرم کې د ښکېلو نهو تنو د نیولو امر صادروي او د جنرال دوستم د دندې د تعلیق لپاره سترې محکمې ته وړاندیز کوي له موږ سره‌یې همدا ژمنې کړي."

هڅه مو وکړه چې په دې هکله د جنبش ګوند د ویاند بیشر احمد ته‎ینج او د ښاغلي دوستم د دفتر د رئیس عنایت‌الله بابر فرهمند په څېر هغه ته د نېږدې کسانو نظر هم واخلو خو بریالي نه‎شوو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم تر اوسه نه‎دي ویلي چې د لویې څارنوالۍ د څېړنې د پلاوي له پرېکړې سره سم به عبدالرشید دوستم پورې د نېږدې کسانو د نیولو په اړه څه وخت اقدام وکړي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG