د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

کابل چاپ ورځپاڼو پر بېلابېلو موضوعاتو تبصرې کړي


کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې د واک پر سر په جمعیت اسلامي ګوند کې د ننه د یو شمېر ستونزو او دغه شان د افغانستان پر خاوره د پاکستان د راکټي حملو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپلې ګڼه کې لیکلي، جمعیت اسلامي ته نږدې سرچینې وايي چې د بلخ ولایت د سرپرست عطا محمد نور او ولسمشر غني تر منځ د واک پر سر جوړجاړی د جمعبت اسلامي په مشرتابه کې اندېښنې پیدا کړې دي.

په مطلب کې راغلي سرچینه وايي چې د جمعیت په مشرتابه کې بې باورۍ هغه مهال ډېرې برالا شوې چې مشر یې صلاح الدین رباني د ولسي جرګې له لوري په لوی اکثریت سلب صلاحیت شو او د جمعیت مشرانو له هغه څخه دفاع ونه کړه.

سرچینېو ویسا ته په دې اړه بله خبره دا کړې چې کله د واک پر سر د عطا او غني تر منځ خبرې افشا شوې نو د جمعیت ګوند د پنجشیر ګروپ اندېښنه دا ده چې د دوی ونډه به په دې کې څه وي.

په مطلب کې دغه شان راغلي چې د جمعیت ګوند یو بل غړي واقف حکیمي په خپله فیس بوک پاڼه کې لیکلي چې باید جمعیت لویه ګنګره راغوښتل شي څو دغه ستونزې هوارې کړي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم بیا په دې اړه په خپل یو مطلب لیکلي، عطا محمد نور له تېرو نهو کلونو راهیسې دا هڅې کوي چې د بلخ په پرېښودلو سره د ده سیاسي هڅې پیکه نشي.

د مطلب لیکوال لیکلي، که په افغانستان کې سیاسیت په قومونو وویشو، عطا محمد نور په تېرو پنځلسو کلونو کې تر ډېره د دې هڅه کړې چې ځان د تاجک قوم په پله د جمعیت ګوند مشرۍ ته ورسوي.

د لیکوال په باور نوموړی په خپل دې کار کې تر ډېره بریالی برېښي او د ارګ د نن سیا سیاسي معاملې ورسره د همدې بریبالیتوب په ګمان دي.

اصلاح:

دولتي ورځپاڼو بیا په دې اړه څه نه دي لیکلي خو اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان په خاوره د پاکستان د راکتي حملې په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

په سرمقاله کې راغلي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی که چېرې پاکستان د افغانستان په سرحدي ولایتونو خپلې راکټي حملې ونه دروي دا به د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي نور هم ترینګلي کړي.

يه سرمقاله کې راغلي چې پاکستان د کونړ په سرکاڼو او د کندهار په معروف ولسوالۍ توعندي توغولي دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور پاکستان په داشان حملو سره غواړي له نړیوالو تورونو ځان پاک کړي او دا وښيي چې ترهګر په افغانستان کې دي او دوی یې په وړاندې عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG