د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

سرنوشت: سوله، شکونه او تورونه


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلې نننۍ ګڼو کې هم طالبانو سره د حکومت د سولې او جګړې په تړاو یو شمېر لیکنې چاپ کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې سرمقالې ته دا نوم ورکړی دی، سوله، شکونه او تورونه.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، په دې ورځو کې د افغانستان حکومت پر وسله‎والو طالبانو غږونه کوي چې د سولې خبرو ته حاضر شي.

په سر مقاله کې راغلي په دې وروستیو کې ولسمشر او اجرائیه رئیس دواړو له وسله‎والو طالبانو غوښتي چې د سولې خبرو ته حاضر شي خو د سر مقاله لیکونکي په باور د افغانستان د خلکو هیله دا ده چې دواړه لوري د خبرو ترڅنګ ځینې عملي ګامونه هم واخلي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، په دې ورځو کې د حکومت له لوري دا خبرې هم کېږي چې ګوندې ژمی را روان دی او طالبان د سولې د خبرو په بهانه وخت ضایع کوي، یا پاکستان پر طالبانو فشار زیات کړی ځکه سولې ته لېواله شوي دي او یا هم د طالبانو دا ویناوې چې اوباما ویلي طالبان نه‎شي ماتولای نو ځکه حکومت د سولې غږ کوي.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې باید یو پر بل تورونه ونه لګول شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا خپلې سرمقالې ته دا نوم ورکړی، بین الافغاني مذاکرې، هغه لاره چې د افغانستان ملت یې هرکلی کوي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، ولسمشر غني یوار بیا وسله‎وال مخالفین د سولې بین الافغاني خبرو ته راوبلل خو وسله‎والو طالبانو د یوې ویډیو په خپرولو سره له خپلو کسانو غوښتي چې جګړې ته ادامه او له القاعده ډلې سره خپلې اړیکې نورې هم ښې کړي.

د سر مقالې لیکوال لیکلي که څه افغان دولت سوله د افغانستان د خلکو او په جګړه کې د ښکیلو غاړو په ګټه بللې او د سولې دروازې یې د مخالفینو پر مخ پرانېستې پریښي خو دا یې هم ویلي چې د سوک ځواب به په سوک ورکوي.

په سرمقاله کې راغلي چې د افغانستان دولت د سولې او جګړې په اړه روښانه سیاست لري خو په ټینګار سره ویل شوي چې بین الافغاني مذاکرې د افغانستان د خلکو په ګټه دي او ورته ارزښت ورکوي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپلې یوې لیکنه کې د افغانستان د سولې په اړه د اروپايي ټولنې د پلاوي د مرستیال جورج کنګهم په حواله لیکلي:

اروپايي ټولنه د سولې بهیر او په دې برخه کې چې هر تفاهم‎لیک لاسلیک کېږي له نېږدې څاري.

په لیکنه کې دغه شان د نوموړي په حواله راغلي، دوی غواړي چې طالبان هم د حزب‎اسلامي په شان د یوې سیاسي ډلې په توګه راڅرګنده شي.

XS
SM
MD
LG