د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

مسعود: ځیني چارواکي په غیر قانوني توګه لویو قراردادونو کې شریک دي


د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د افغان ولسمشر فوق‌العاده استازی وايي، یو شمېر لوړپوړي چارواکي په سترو قراردادونو کې ښکېل دي او دې موضوع فساد ته لاره هواره کړې ده.

که څه هم د ملي یووالي حکومت مشرانو تل د اداري فساد پر ضد پر مبارزې ټینګار کړی، خو دا ځل د حکومت یو لوړپوری چارواکی په لویو قراردادونو او اداري فساد کې د حکومت یو شمېر لوړپوړي چارواکي ښکېل بولي.

د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د افغان ولسمشر فوق‌العاده استازي احمد ضیا مسعود د چهار شنبې په ورځ له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کی وویل، دغه کسان د خپلو دوستانو، کورنیو د غړو او خپلوانو له‌خوا په لویو قراردادونو کې ښکېل کړی شوي دي.

هغه وویل، دې کار په افغانستان کې د پرمختګ مخه هم نیولې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"کله چې د حکومت یو شمېر لوړپوړي چارواکي په غیر قانوني ډول په سترو ملي قرادادونو کې شریک واوسي د دې لامل کېږي چې هېواد پرمختک ونه‌کړي او د دا ډول فساد مخه نیول د حکومت د مشرانو قوي ارادې ته اړتیا لري."

دا په داسې حال کی ده چې د کورنیو چارو وزارت د درېیو پخوانیو مرستیالانو هر یو مجتبی پتنګ، جمیل جنبش او جمال ناصر صدیقي دوسیې د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته استول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

خو تر اوسه په دې اړه دوی درېیو واړو نظر نه‌دی څرګند کړی.

د ښار جوړونې د شپږو لوړپوړو چارواکو د فساد دوسیې هم په محکمه کې دي، خو لاتر اوسه په دې اړه پرېکړه نه‌ده شوې.

کابو دو کاله مخکې لویې څارنوالۍ ویلي وو چې د پخوانۍ کابینې د اووه وزیرانو دوسیې چې په فساد تورن دي سترې محکمې ته استول شوي، خو د دغو دوسیو برخلیک هم لا نه‌دی روښانه.

تېر کال د دوو پخوانيو ښاروالانو هر یو محمد یونس نواندېش او روح‌الله امان چې په فساد تورن وو هم لویې څارنوالۍ ته احضار شوي وو.

​د تېر حکومت یو شمېر لوړپوړي چارواکي چې د میلیونونو ډالرو په فساد تورن شوي دي دا مهال په امریکا او یو شمېر غربي هېوادونو کې په ازاد ډول ژوند کوي.

خو د کارپوهانو په باور لاتر اوسه هېڅ کومه قضیه په اساسي ډول نه‌ده څېړل شوې او هېڅ کوم داسې چارواکی نه‌دی محاکمه شوی چې د فساد د کمېدو او د خلکو د اعتماد د جلبېدو لامل شي.

د راپورونو پر بنسټ له شمالي کوریا او سومالیا وروسته افغانستان په فساد کې ښکېل درېیم هېواد دی.

د لوړپوړو چارواکو د مشکوکو شتمنیو په اړه څېړنه نه‌کول هم یوه ستونزه بلل کېږي او یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې د حکومت یو شمېر هغه لوړپوړي چارواکي تل د فساد له موجودیت نه شکایت کوي چې خپله په غیر قانوني ډول د میلیونونو ډالرو خاوندان شوي دي.

پوښتنه دا ده چې په لوړه کچه له فساد سره مبارزه باید له کوم ځایه پيل شي؟

سیاسي کارپوه اصف بکتاش په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د هر یو ژوند چې وګورې او شتمني یې وڅېړې، دا هر څه له اسمانه نه‌دي راغلي، بدبختانه هغه څوک چې ډېر د پاکۍ ادعا کوي خپله په فساد کې ښکېل دی او که ښاغلي مسعود څخه پوښتنه وشي چې ستا ۲۰ کلن زوی د ملي امنیت په شورا کې مشاور دی او هلته ۱۲ زره ډالر معاش اخلي، ایا دا فساد نه‌دی؟"

ښاغلی بکتاش وايي، تر هغه چې په فساد کې ښکېل د حکومت لوړپوړي چارواکي محاکمه نه‌شي د فساد پر وړاندې مبارزه به بې‌نتیجې وي او په دې برخه کی به غږ پورته کول ګټه ونه‌کړي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG