د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

د دفاع وزارت د شپږو چارواکو دندې وځنډول شوې


سربیره پردې چې د جمهور ريیس اشرف غني د یوه فرمان په اساس د د فاع د وزارت د شپږو لوړپوړو چارواکو دندې ځنډیدلي؛ یو هیات یې هم ټاکلی چې د دوی قضیې وڅیړي.

د جمهوري ریاست ویاند اجمل عابدي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛

دغه چارواکي د دوی د وسیو تر تصفیه کېدو پورې ممنوع الخروج اعلان شوی دی.

د ښاغلي عابدي له قوله، د د فاع د وزارت مرستیال محب الله؛ د ستر درستیز د لوژستیک ريیس شاه اقا حیدري، د تخنیکي معاونیت د لوژستیک ريیس عبدالله عبید، د تدارکاتوريیس عبدالرحمن غوري، د تامیناتو د منابعو رييس احسان الله، او د دې وزارت اقتصادي مشاور نورخان حیدري هغه کسان دي چې دندې یې ځنډېدلي دي.

په عین وخت کې جمهوري ریاست په یوه بل فرمان کي د جمهور رییس د استازي حمید اله فاروقي ترمشرۍ لاندې، لويه څارنوالۍ، د چارو اداره او د فساد پرضد د مبارزي اداره د یوهیات په بڼه ګمارلي چې د د فاع وزارت د لوژسیتک ټول تړونونه بررسي کړي.

جمهوري ریاست تاکید کړی چې ټاکل شوی هیات دې ژر ترژره خپلې څیړنې پیل او بشپړي کړي.

د د فاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"محترم جمهور ريیس د دې وزارت د پنځه افسرانو د قضیو د څېړلو امر کړی؛ هیات خپل کار پیل کړی او د دفاع حاضر دی؛ په هره برخه کې ورسره مرسته وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تردې د افغانستان د چارو په هکله د امریکا د پلټنې ادارې د دې هیواد د دفاع په وزارت کې د فساد د موجودیت په هکله یو لړ راپورونه خپاره کړي وو.

ویل کیږي چې د دفاع د وزارت د البسې، تیلو، روغنیاتو او داسې نورو ضروري موادو قراردادونه تر ډېره ځایه ځانګړو خصوصي شرکتونو ته ورکړل شوي دي.

بل خوا د افغانستان د فساد پرضد د مبارزې عالي اداره د جمهور ريیس دغه اقدام ستايي.

د دې ادارې مشر حسین فخري د موضوع په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هر هدایت چې د فساد پرضد مبارزه پیاوړې کړي؛ موږ یې هرکلی کوو، خو پیشنهاد مو دا دی چې په تړونو او نورو برخو کې سرغړونې په د قیقه توګه بررسي شي.

که چیرې سرغړونې ثابتې شي عاملین یې باید حقوقي ارګانونو ته معرفي شي؛ چې قانوني چلند ورسره وشي."

ښاغلي فخري دا هم وویل، څه موده مخکې د فساد پرضد د مبارزې ادارې؛ د دفاع وزارت د روغنیاتو د اخیستلو په تړونونو کې فساد موندلی او قضیې یې لویې څارنوالۍ ته لیږلي دي.

د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني د خپل کار په لومړیو کې تاکید کړی چې د هرډول فساد پرضد به جدي مبارزه وکړي.

خلک وايي، د دې لپاره چې ملت پر حکومت باوري شي؛ په کار ده چې نوی حکومت د فساد پرضد مبارزه په عمل کې ثابته کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG