د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

هند کې د «اسیا زړه» ۶م کنفرانس د مودي او غني په وینا پیلیږي


د اسیا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شپږم کنفرانس له ترورېزم سره د ګډې مبارزې او له افغانستان سره د ثبات او امن په راوستلو کې د همکارۍ په نیت نن د هند په امرتسر کې پيلېږي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره مل پلاوی پرون ماښام امرتسر ته ورسېد او د هند له صدراعظم سره‌یې په ګډه په دغه ښار کې ګلډن ټېمپل [د سکهانو مشهور عبادت‌ځای] هم ولید.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویکاس سوارپ هم په خپل ټویټر لیکلي چې:

"په یوه خاصه موقع کې صدراعظم نرېندرا مودي او ولسمشر محمد اشرف غني په ګډه له ګولډن ټېمپل [د سکهانو مشهور عبادت‌ځای] لیدنه وکړه."

ښاغلي سوارپ دا لیدنه د یوې ښې ملګرتیا نښه وبلله.

د افغانستان د جمهوري ریاست د بیان له مخې افغان ولسمشر به د اسیا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کنفرانس ته وینا وکړي خو تر هغې مخکې به د هند له صدراعظم سره غونډه ولري.

اخوا هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدراعظم نرېندرا مودي به د نن ورځې کنفرانس له ترورېزم سره د ګډې مبارزې او د افغانستان په ثبات د یوې متمرکزې اعلامیې په اعلان پرانیزي.

ښاغلي ابدالي زیاته کړه:

"ګډه اعلامیه د افغانستان او د کنفرانس د غړو له‎خوا ترتیب او منظور شوې ده. ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدراعظم نرېندرا مودي به دا اعلامیه د غونډې په پیل کې اعلان کړي. له ترورېزم سره مبارزه او په سیمه کې اقتصادي ثبات او پرمختګ د بحث وړ موضوع‎ګانې دي."

تمه ده د هند په کوربه‌توب په دغه کنفرانس کې د اسیا زړه هېوادونو د څوارلسو غړو او ۱۷ ملاتړو هېوادونو استازي برخه واخلي.

د پاکستان صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز هم د شنبې په ماښام امرتسر ته رسېدلی خو چارواکو هندو ورځپاڼې ته ویلي چې له مودي سره د هغه کومه لیدنه نه‎ده پلان شوې.

اخوا افغان کارپوه احمد سعیدي وايي چې دا کنفرانس تر پخوا ډېر متفاوته دی او پاکستان له دې پرته چې په‎کې ګډون وکړي بله هېڅ لاره نه‌درلوده.

افغان کارپوه احمد سعیدي
افغان کارپوه احمد سعیدي

ښاغلي سعیدي زیاته کړه:

"د سارک غونډې تحریم او د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر په سر نزاکتونو بالآخره یو ځل بیا پاکستان مجبور کړ چې په دغه کنفرانس کې برخه واخلي. له دې پرته پاکستان بله چاره نه‎درلوده ځکه پوهېده چې د یاد کنفرانس ۱۴ غړي هېڅ یو هم د پاکستان سیاستونه چې غوښتل یې دا کنفرانس هم تحریم شي نه‌مني. پاکستان یا باید پر مخ ولاړ شي یا نړیواله انزوا ومني."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د دې لپاره په دغه کنفرانس کې برخه اخلي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت په خاطر له ټولو هڅو سره مل قدم واخلي.

د افغانستان د سولې او ثبات په خاطر د اسیا زړه هېوادونه او ملاتړي يې په داسې حال کې د پاکستان په شمول سره غونډه کوي چې پاکستان تل د افغانستان او سیمې د نا امنۍ سرچینه بلل شوې او ویل شوي چې ترورېستانو په‎کې ځاله کړې ده.

پنځه واره مخکې هم د افغانستان د ثبات او امن په هدف د اسیا زړه هېوادونو غونډې کړي خو معلومه نه‎ده چې څومره به دا کېدونکې غونډې د افغانستان درد دوا کړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG